اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) رېلوے لپاره د قامي اسمبلۍ د قائمه كمېټۍ د ذيلي كمېټۍ غونډه د کنوينر ملک ابرار احمد په مشرۍ كښې شوې٬ په دې موقع سېلاب څخه د رېلوے انفراسټركچر او املاك ته د رسېدلي زيان په اړه تفصيلي رپورټ وړاندې كړے شو٬ كمېټۍ ته ووئيل شول چې اوسني سېلاب څخه د رېلوے انفراسټركچر ته د 1.18 اربو روپو نه زيات زيان رسېدلے٬ د …
رېلوے لپاره د قائمه كمېټۍ غونډه٬ سېلاب څخه د رېلوے انفراسټركچر او املاك ته د شوي زيان په اړه تفصيلي رپورټ وړاندې كړے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) رېلوے لپاره د قامي اسمبلۍ د قائمه كمېټۍ د ذيلي كمېټۍ غونډه د کنوينر ملک ابرار احمد په مشرۍ كښې شوې٬ په دې موقع سېلاب څخه د رېلوے انفراسټركچر او املاك ته د رسېدلي زيان په اړه تفصيلي رپورټ وړاندې كړے شو٬ كمېټۍ ته ووئيل شول چې اوسني سېلاب څخه د رېلوے انفراسټركچر ته د 1.18 اربو روپو نه زيات زيان رسېدلے٬ د يو شمېر سېكشنز د بحالۍ كار روان دے۔ په غونډه كښې د كمېټۍ غړو ډاکټر مهرين رزاق بھټي، محمد الياس چوهدري او وسيم حسېن د (ويډيو لنك) د لارې ګډون وكړو ٬ په دې موقع د رېلوے بورډ سيکرټري راحت مرزا، د انفراسټركچر اے جي اېم٬ د سكهر ډي اېس محمود لاکھو، د پراپرټي ايند لينډ ډي جي شاهد عباس ملك موجود وٶ۔ په دې مهال د پاکستان رېلوے د انفراسټرکچر اے کے اېم عماد اسد مرزا د اوسنيو بارانونو او سېلاب څخه د رېلوے انفراسټركچر او املاك ته د رسېدلي زيان په اړه تفصيلي رپورټ وړاندې كړو۔











