د سپريم كورټ آئينې بنچ د 26 م آئينې ترميم خلاف د درخواستونو سماعت تر نهې ورځې وځنډلو

اسلاآباد ۔20 اكتوبر(اے پي پي) د سپريم كورټ آئينې بنچ د 26 م آئينې بنچ خلاف د درخواستونو سماعت تر نهې ورځ وځڼډولو۔ د سپريم كورټ آئينې بنچ د 26 م ترميم په ضد د دائر درخواستونو سماعت د ګل په ورځ وكړو۔ د جسټس امين الدين خان په مشرۍ كښې 8 كسيز بنچ مقدمه واورېده٬ په بنچ كښې جسټس جمال مندوخېل ٬ جسټس محمد علي مظهر ٬ جسټس عائشه …

اسلاآباد ۔20 اكتوبر(اے پي پي) د سپريم كورټ آئينې بنچ د 26 م آئينې بنچ خلاف د درخواستونو سماعت تر نهې ورځ وځڼډولو۔ د سپريم كورټ آئينې بنچ د 26 م ترميم په ضد د دائر درخواستونو سماعت د ګل په ورځ وكړو۔ د جسټس امين الدين خان په مشرۍ كښې 8 كسيز بنچ مقدمه واورېده٬ په بنچ كښې جسټس جمال مندوخېل ٬ جسټس محمد علي مظهر ٬ جسټس عائشه ملك٬ جسټس اظهر رضوي٬ جسټس مسرت هلالي ٬ جسټس نعيم اختر افغان او جسټس شاهد بلال حسن شامل وو۔ اورېدنه نيغ په نيغ په لائيو اسټريم هم ښودلې شوه۔ د اورېدنې په پېل كښې سينئر وكيل اكرم شيخ موقف خپل كړو چې موجود 8 كسيز بنچ دا مقدمه نشي اورېدې څكه چې دا بنچ پخپله د 26 م آئينې ترميم تر مخه جوړ شوے۔ هغه ووئېل اكرم شيخ عدالت ته خواست وكړو چې په 24 ججانو مشتمل فل كورټ بنچ دې جوړ كړے شي دغسې چې ګرد سپريم كورټ په دې آئينې شخړه فيصله وكړي۔ د هغه وېنا وه زه غواړم چې فل كورټ بنچ جوړ شي ٬ كه كوم جج پكښې نه ګني هغه دې نه كيني۔ په دې جسټس جمال مندوخېل پوښتنه وكړه كه ټول 24 ججان كيني نو دا به د مفادات ټكراو نه وي؟ ۔ وكيل ووئېل دا اصول دي چې وړوكے بنچ د غټ بنچ فېصله نشي بدلولې۔ دغسې وكيل شبر رضوي هم دلائل وركړل او د وكيلانو په دلائل بشپړولو عدالت اورېدنه سبا تر نھې ورځ وحنډوله

مزید خبریں