اسلام آباد ۔ 20 اكتوبر (اے پي پي) د سپريم كورټ آئينې بنچ د سپر ټيكس په اړه د درخوستونو اورېدنه تر نهې ورځ ځنډولې ده۔ په سپريم كورټ كښې د سپر تيكس په اړه مختلف كمپنيو د درخواستونو اورېدنه د جسټس امين الدين خان په مشرۍ كښې بينځه كسيز بنچ وكړه او د مختلف ټيكس وركوونكو كمپنيو وكيل عابد شعبان خپل دلائل مكمل كړل۔ هغه موقف خپل كړو چې …
د سپريم كورټ آئينې بنچ د سپر ټېكس په اړه د درخواستونو اورېدنه تر نهې ورځ وځنډوله

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 20 اكتوبر (اے پي پي) د سپريم كورټ آئينې بنچ د سپر ټيكس په اړه د درخوستونو اورېدنه تر نهې ورځ ځنډولې ده۔ په سپريم كورټ كښې د سپر تيكس په اړه مختلف كمپنيو د درخواستونو اورېدنه د جسټس امين الدين خان په مشرۍ كښې بينځه كسيز بنچ وكړه او د مختلف ټيكس وركوونكو كمپنيو وكيل عابد شعبان خپل دلائل مكمل كړل۔ هغه موقف خپل كړو چې سېنېټ د تراميم لپاره وړاندېزونه وركوي او تراميم د پارلمان كار دے٬ په دې مهال جسټس جمال مندوخېل ووئېل سېنېټ وړاندېزونه وركوي او تراميم د برني ايوان كار نه دے٬ سېنېټ د 4 فيصد ټيكس لګولو وړاندېز وركړے ؤ خو قامي اسمبلۍ دغه 10 فيصده كړو۔ په دې جسټس جمال مندوخېل ووئېل قامي اسمبلي اختيار لري چې وړاندېزونه پكښې شاملوي كه نه۔ دغې نه پس د ټېلې كام كمپنيو وكيل نعمان حېدر دلائل وركړل ۔ هغه د وكيل مخدوم علي خان دلائل اختيار كړل ۔ نعمان حېدر ووئېل د وكيلانو د فيس نه ايډوانس ټيكس ګټ كېږي٬ بيا سپر ټيكس هكم وركول وي۔ په دې جسټس مظهر ريماركس وركړل سپر ټيكس خو انكم ټيكس وركول وي ۔ وكيل ووئېل په هند كښې د 1961 د ټيكس قانون اختيارولے شو خو اوس هغوي زمونږ نظام خپل كړے دے٬ هلته د ټيكس كال د اپرېل نه شروع كېږي ۔ عدالت د نعمان حېدر دلائل اورېدو سره اورېدنه تر نهې ورځ وځنډوله ٬ دغسې سبا به هم هغه دلائل وركوي۔











