د سينې كينسر په وخت تشخيص سره علاج ممكن دے٬ ډاكټر ناصره نسيم

ملتان۔ 20 (اے پي پي) نامتو ګائناكالوجسټ ډاكټر نسيم وئېلي دي د سينې كينسر يو ناوړه رنځ دے خو د علاج جوګه دے۔ په وخت تشخيص سره د دې علاج ممكن دے۔ مېرمنې كه پخپل وجود كښې كوم هم بدلون يا غوټه محسوس كړي نو سمدستي دې خپله معائنه وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغې په ملتان كښې د سينې كينسر نه د بچ كېدو په اړه سېمنار ته وكړه۔ …

ملتان۔ 20 (اے پي پي) نامتو ګائناكالوجسټ ډاكټر نسيم وئېلي دي د سينې كينسر يو ناوړه رنځ دے خو د علاج جوګه دے۔ په وخت تشخيص سره د دې علاج ممكن دے۔ مېرمنې كه پخپل وجود كښې كوم هم بدلون يا غوټه محسوس كړي نو سمدستي دې خپله معائنه وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغې په ملتان كښې د سينې كينسر نه د بچ كېدو په اړه سېمنار ته وكړه۔ د هغې وېنا وه مېرمنې دې د دې رنځ څخه ځان ساتلو لپاره خپله معائنه ضرور كوي۔ دستورې ته د ملتان پوسټ ګرېجوېټ كالج پرنسپل سائره رفيق او سائكالوجسټ ډاكټر نوشابه هم وېنا وكړه۔ ډاكټر نوشابه ووئېل د مختلف تعليمي ادارو لخوا طالبات كښې د برېسټ كېنسر وجوهات٬ ادارك ٬ علاج او تحفظ په موضوع داسې دستورې كول د ستائنې دي۔ دې سره نه يوازې مېرمنې ځان د دې رنځ څخه ساتلې شي بلكې خپلې خوا وشا كښې نورې مېرمنې هم د اختياط نه په خبرولو د رنځ مخ نيوې كولې شي ۔