لاهور 20 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ،پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزیر پروفیسر احسن اقبال وئيلي دي د يو انسان بچ كول د ټول انسانیت بچ كولو برابر دے،زمونږ ریسکیورز هره ورځ ګڼ شمير كسان بچ كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ ټھوکر نیاز بیګ كښې ایمرجنسی سروسز اکیډمی كښې په نېشنل ریسکیو چیلنج 2025 وينا كښې وكړه۔وفاقی وزیر ووئيل كال 2008 كښې چې كله په …
د يو انسان بچ كول د ټول انسانیت بچ كولو برابر دے ،زمونږ ریسکیورز هره ورځ ګڼ شمير كسان بچ كوي۔ د وفاقی وزیر پروفیسر احسن اقبال نېشنل ریسکیو چیلنج ته خطاب

مزید خبریں
لاهور 20 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ،پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزیر پروفیسر احسن اقبال وئيلي دي د يو انسان بچ كول د ټول انسانیت بچ كولو برابر دے،زمونږ ریسکیورز هره ورځ ګڼ شمير كسان بچ كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ ټھوکر نیاز بیګ كښې ایمرجنسی سروسز اکیډمی كښې په نېشنل ریسکیو چیلنج 2025 وينا كښې وكړه۔وفاقی وزیر ووئيل كال 2008 كښې چې كله په ما قاتلانه بريد وشو نو د ریسکیو 1122 اهلکارو زه په وخت روغتون ته ورسولم۔ده ووئيل پنجاب كښې سېلاب د نارووال څخه پېل شوے او د ریسکیو ځوانانو ګڼ شمير كسان په وخت راوېستلو سره محفوظو ځايونو ته رسولې دي۔ده ووئيل د سباؤن نېشنل ریسکیو چیلنج كښې د ميرمنو زيات شمولیت غواړو۔څومره چې زياتي ميرمني د ریسکیو سروس برخه وګرځي،ميرمنو له به ریسکیو کولو كښې هم دومره آساني وي ځكه چې ميرمني اوس كوم هم ميدان كښې د سړو څخه كمي نه دي۔ده ووئيل 1998 كښې چې كله وزیراعظم محمد نواز شریف اتومي چاؤدني وكړې نو ډاکټر عبدالقدیر خان د يوې مهمي منصوبې په لړ كښې زما خوا له راغلے ؤ ۔ما هغه څخه پوښتنه وكړه چې كله مونږ اتومي طاقت ترلاسه كړو نو كوم هېواد زمونږ سره نه ؤ ولاړ ،چا هم مرسته نه كوله،بيا تاسو دا کامیابی څنګه ترلاسه كړه؟ډاکټر عبدالقدیر خان چې د کامیابۍ كومه فارموله وئيله،هغه فارمولا ما ته نن ریسکیو اداره كښې ښكاري ٬ د ادارې هر يو كس چې هغه سکیورټی ګارډ وي يا ډرائیور خپل ځان دې د يو مشن برخه وګڼي۔په دې موقع صوبائي وزیر خواجه سلمان رفیق،ډي جي ریسکیو ډاکټر رضوان نصیر پشمول نور هم موجود وو۔











