کوئټه 20 اکتوبر (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلۍ غونډه د ګل په ورځ د اسپیکر عبدالخالق اچکزئی په مشرۍ كښې پېل شوه۔د غونډي په پېل پنجګور څخه د اسمبلۍ غړي رحمت صالح بلوچ د ورور، سیکورټی فورسز اهلکارو او د پخوانۍ اسپیکري راحیله درانی د مور بخښني لپاره لاس نيوه وشوه۔د بلوچستان وزیراعلیٰ په دې موقع ووئيل د افغانستان جنګ په مهال زمونږ د سیکورټی فورسز اهلکار شهيدان شوي …
بلوچستان اسمبلۍ كښې د رحمت صالح بلوچ ورور، سیکورټي اهلکارو او د راحیله دراني د مور لپاره لاس نيوه وشوه
کوئټه 20 اکتوبر (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلۍ غونډه د ګل په ورځ د اسپیکر عبدالخالق اچکزئی په مشرۍ كښې پېل شوه۔د غونډي په پېل پنجګور څخه د اسمبلۍ غړي رحمت صالح بلوچ د ورور، سیکورټی فورسز اهلکارو او د پخوانۍ اسپیکري راحیله درانی د مور بخښني لپاره لاس نيوه وشوه۔د بلوچستان وزیراعلیٰ په دې موقع ووئيل د افغانستان جنګ په مهال زمونږ د سیکورټی فورسز اهلکار شهيدان شوي ،د كومو قربانۍ چې د فخر وړ دي۔د غونډي په ایجنډا كښې د پوښتنو دمه، د پام راګرځوني نوټسز او د قانون سازۍ چاري شاملې وي خو د حكومتي ډلي مشر په خواست د غونډي کارروائي وځنډولې شوه۔









