اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د خزاني وزير صلاحكار خرم شهزاد وئيلي دي د پاکستان معیشت د استحکام پلو روان دے،د كوم ثبوت چې ستمبر 2025ء كښې ریکارډ شوې کرنټ اکاؤنټ سرپلس او د آئي ټي برآمدات كښې تاریخي زياتوالے دے۔د ګل په ورځ په ایکس په خپل بيان كښې ده ووئيل سټیټ بینك آف پاکستان (ایس بی پی) تازه رپورټ له مخې ستمبر 2025ء كښې د پاکستان …
د پاکستان معیشت د استحکام پلو روان دے۔خرم شهزاد

مزید خبریں
اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د خزاني وزير صلاحكار خرم شهزاد وئيلي دي د پاکستان معیشت د استحکام پلو روان دے،د كوم ثبوت چې ستمبر 2025ء كښې ریکارډ شوې کرنټ اکاؤنټ سرپلس او د آئي ټي برآمدات كښې تاریخي زياتوالے دے۔د ګل په ورځ په ایکس په خپل بيان كښې ده ووئيل سټیټ بینك آف پاکستان (ایس بی پی) تازه رپورټ له مخې ستمبر 2025ء كښې د پاکستان کرنټ اکاؤنټ 110 ملیونه ډالره سرپلس ؤ ٬ دغسې تير كال په دې مياشت كښې 325 ملیونه ډالره خساره ریکارډ کړې شوې وه۔ د مالي كال 2025-26 په مهال دا وړومبۍ موقع ده چې کرنټ اکاؤنټ سرپلس دے۔ستمبر كښې د سرپلس په نتيجه كښې د مالي كال وړومبو درېو مياشتو (جولائي نه تر ستمبر 2025) كښې د کرنټ اکاؤنټ خساره په کميدو 594 ملیونه ډالره پاتې شوه كومه چې د تير كال په نسبت 18 فیصده کمے څركندوي۔خرم شهزاد ووئيل آئي ټي او ټیکنالوجۍ څانګه كښې غیر معمولی پیشرفت د پاکستان ډیجیټل اکنامي وژن د کامیابۍ ثبوت دے، ستمبر 2025ء كښې د آئي ټي برآمدات 366 ملیونه ډالره په لوړه كچه وو چې ورسره د مالي كال 2025-26 وړومبو درېو مياشتو كښې برآمدات 21 فیصد په كلنه بنيادونو زيات شوي ۔ده ووئيل دا مثبت اشارې د حکومت د اصلاحاتي پالیسيو، مالي نظم و ضبط او برآمدي څانګي کارکردګۍ كښې د ښه والي نتيجه ده۔











