چین د پاکستان او افغانستان ترمينځه د جنګ بندۍ لظ نامې هركلے وكړو

بیجنګ 20 اکتوبر (اے پي پي) چین د پاکستان او افغانستان ترمينځه د جنګ بندۍ لوظ نامې هركلے كړے دے ۔ د شنهوا نیوز له مخې د چين خارجه وزارت وياند ګو جیاکون د ګل په ورځ ووئيل چین د پاکستان او افغانستان ترمينځه د جنګ بندۍ لوظ نامې هركلے كوي ۔د چين خارجه وزارت وياند د پرېس بریفنګ په مهال د جنګ بندۍ په لوظنامه خپله تبصره كښې ووئيل …

بیجنګ 20 اکتوبر (اے پي پي) چین د پاکستان او افغانستان ترمينځه د جنګ بندۍ لوظ نامې هركلے كړے دے ۔ د شنهوا نیوز له مخې د چين خارجه وزارت وياند ګو جیاکون د ګل په ورځ ووئيل چین د پاکستان او افغانستان ترمينځه د جنګ بندۍ لوظ نامې هركلے كوي ۔د چين خارجه وزارت وياند د پرېس بریفنګ په مهال د جنګ بندۍ په لوظنامه خپله تبصره كښې ووئيل پاکستان او افغانستان دواړه د چين روایتی ملګري ګاونډيان او هغوې هم په خپلو كښې د يو بل ګاونډيان دي كوم چې يو بل څخه لرې كيدے نشي۔ده ووئيل چین د دواړو هېوادونو ترمينځه د جنګ بندۍ هركلے كوي او د اړوندو هېوادونو مرسته ستائي،چین د پاکستان او افغانستان ترمينځه خپلو كښې اختلافات لري كولو، يو كوټلې او اوږد مهاله جنګ بندۍ او د دواړو هېوادونو او سيمي امن او استحکام شريك تحفظ لپاره پرله پسې د خبرو اترو او د مشاورت مخلصانه هيله لري او د دې مرسته کوي۔وياند ووئيل چین د پاکستان او افغانستان اړيكو قوي كولو كښې تعمیری کردار ترسره كولو لپاره د نړيوالي ورورولۍ سره كار كولو له چمتو دے۔

مزید خبریں