د نوي ټاكلي وزيراعلي سهيل آفريدي په مشرۍ كښې وړومبۍ رسمي غونډه

پېښور 20 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا نوي ټاكلي وزيراعلي سهيل آفريدي په مشرۍ كښې وړومبۍ رسمي غونډه د ګل په ورځ شوې۔ د وزيراعليٰ هاٶس وياند له مخې په غونده كښې د صوبائي حکومت د ګډ ګورننس په تګلاره د پيشرفت او د امن و امان د صورتحال تفصيلي جاج واخستلے شو۔ په غٶنده كښې د بدعنوانۍ مخنيوي په چارو هم غور وشو۔ په غونده كښې د …

پېښور 20 اکتوبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا نوي ټاكلي وزيراعلي سهيل آفريدي په مشرۍ كښې وړومبۍ رسمي غونډه د ګل په ورځ شوې۔ د وزيراعليٰ هاٶس وياند له مخې په غونده كښې د صوبائي حکومت د ګډ ګورننس په تګلاره د پيشرفت او د امن و امان د صورتحال تفصيلي جاج واخستلے شو۔ په غٶنده كښې د بدعنوانۍ مخنيوي په چارو هم غور وشو۔ په غونده كښې د خېبر پښتونخوا چيف سيکرټري، آئي جي پي، ايډيشنل چيف سيکرټري، انتظامي سيکرټريز او د پوليس نورو لوړ پورو پشمول اړندو چارواكو ګډون وكړو ۔ په غونده كښې د صوبې ټولو ډويژنل کمشنرانو، ډپټي کمشنرانو، آر پي اوز او ډي پي اوز د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔ د اړوندو چارواكو لخوا وزيراعلي ته د صوبائي حکومت د ګډ ګورننس تګلارې په بېلا بېلو اړخونو بريفنګ وركړے شو٬ د بريفنګ له مخې د ګډ ګورننس روډ ميپ مقصد پبلک سروس ډيليوري ښه كول دي ٬ د ګډ ګورننس روډ ميپ پي ټي آئي د وژن او منشور له مخې جوړ كړے شوے٬ د بريفنګ له مخې د ګډ ګورننس روډ مېپ پام درې پراخه څانګو پلو ګرځولے چې پكښې پبلک سروس ډيليوري، امن و امان او معيشت شامل دي۔ د بريفنګ له مخې په روډ ميپ د عملدرآمد په لړ كښې ټولو څانګو لپاره جل جلا اېكشن پلان جوړ كړې شوي۔ په غونډه كښې وزيراعلي ته په صوبه كښې د امن و امان په صورتحال، د ترهه ګرۍ د پېښو او عوامل مخ نيوي ، د امن و امان صورتحال بهترۍ لپاره د صوبائي حکومت اقدامات، په پراونشل ايکشن پلان عملدرآمد، د پوليس مستحکم كولو لپاره اقدامات او په نورو چارو تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔