د برتانيې لخوا د اروپائي ائتلاف د پرېښودلو پريكړې نه پس د صورتحال مخ نيوي په اړه د دواړو هېوادونو ترمينځه همغږي ده

پیرس27 جون (اے پی پی)د المان چانسلرې انجيلا مركزل او فرانسيسي اولس مشر فرانسوا اولاند وئېلي دي چې د برتانيې لخوا د اروپائي ائتلاف د پرېښودلو پريكړې نه پس د صورتحال مخ نيوي په اړه د دواړو هېوادونو ترمينځه همغږي ده۔ دا خبره د فرانسيسي صدارتي ذريعو په يو بيان كښې وئېلي دي۔ د بيان له مخې دواړو هېوادونو پھ ټېلفيون تماس نيولو سره وئېلي دي چې مونږ پھ دې خبره متفق يو چې د برتانيې لخوا د اروپائي ائتلاف د پرېښودلو پريكړې نه پس د صورتحال مخ نيوي په اړه عمل څنګه جاري كړو۔ د فرانس اولس مشر ووئيل چې د بېلتون څخه وروستو د تقسيم٬نااتفاقۍ او نښتو خطره ده۔ د دې دواړو مشرانو برلن كښې ملاقات كېدونكې دے