د ترهه ګرو په بريد كښې د تركيې دوه عسكر مړه شوي

استنبول 27 جون (اے پی پی) په تركيه كښې په امنيتي ځواكونو د ترهه ګرو په بريد كښې 2 عسكر مړه شوي دي۔ د تركيې مېډيا له مخې د تركيې د ديارباقر ولسوالۍ په ليجې تحصيل كښې د ترهه ګر تنظيم “پي كے كے” په ضد د روانو پوځي عملياتو په مهال د شدت خوښو لخوا په ځواكونو ډزې وشوې او په نتيجه كښې يې د تركيې دوه عسكر ژوبل شول۔ د چارواكو له مخې ژوبل شوي عسكر روغتون ته منتقل كړی شول چرته چې هغوي په روغتون كښې ساه وركړه۔(