پاکستان د شنګھائي مرستې تنظیم مستقل غړې جوړ شو

تاشقند 24 جون(اے پي پي) پاکستان د یورو اېشین سیاسي،اقتصادي او ملټري آرګنائزېشن شنګھائي مرستې تنظیم باقاعدہ مستقل غړې جوړ شوې ۔ په دې لړ كښې د جمعې په ورځ تاشقند كښې د اېس سي او د مشرانو غونډې په موقع په دستاویزات لاسليك وشو۔د لاسليك په دستوره كښې اولس مشر ممنون حسېن د پاكستان نمائندګي كوله ۔ خارجه سلاحكار سرتاج عزیز د شرائطو په يادښت لاسليك وكړو ٬ هند …

تاشقند 24 جون(اے پي پي) پاکستان د یورو اېشین سیاسي،اقتصادي او ملټري آرګنائزېشن شنګھائي مرستې تنظیم باقاعدہ مستقل غړې جوړ شوې ۔ په دې لړ كښې د جمعې په ورځ تاشقند كښې د اېس سي او د مشرانو غونډې په موقع په دستاویزات لاسليك وشو۔د لاسليك په دستوره كښې اولس مشر ممنون حسېن د پاكستان نمائندګي كوله ۔ خارجه سلاحكار سرتاج عزیز د شرائطو په يادښت لاسليك وكړو ٬ هند هم د شرائطو په يادښت لاسليك كړې۔ چین،روس،قزاخستان،کرغزستان،ازبکستان او د تاجکستان پشمول د غړو هېوادونو خارجه وزيرانو پاکستان او هند لپاره د شرائطو يادښتونه وضع كړې وو۔ دې سره به د پاکستان روسيې سره د پوځي او تكنيكي مرستې او چين سره د لوي كميونيكېشن په منصوبو مثبت اغيز پرېوځي۔ اېس سي او به پاکستان ته په منطقه كښې مستحكم پوزيشن او د چين ٬ روسيې او مېنځنۍ آسيائي هېوادونو وسائلو ته رسنه وركوي

مزید خبریں