په كوئټھ كښې بمي چاودنه٬ 4 تنه مړه٬ 28 ژوبل

كوئټھ 24 جون (اے پی پی) د كوئټې د ايئرپورټ روډ د عالمو چوك په سيمه كښې په سائيكل كښې پھ ځاي كړی شوي د ريموټ كنټرول بمي چاودنې په نتيجه كښې 4 تنه مړه او 28 ژوبل شوي دي۔ د پوليسو له مخې د جمعې پھ ورځ عالمو چوك سره نزدې په سائيكل كښې په ځاي كړی شوي ريموټ كنټرول بمي چاودنه شوې او په نتيجه كښې ئې څلور تنه مړه او 28 ژوبل شوي۔ پوليس او امنيتي ځواكونه د پیښې ځاي ته رسېدلي او ژوبل شوي كسان پھ سمدستي توګه د كوئټې روغتون ته رسول شوي دي چرته چې هغوي ته طبي مرسته روانه ده۔ چاودنه كښې ولاړ ګاډو٬ ركشو او دوكانونو ته زيان رسېدلې۔ پوليسو او امنيتي ځواكونو سيمه كښې ناكه بندي كولو سره د تورنو لټون پیل كړے