دبئی۔9 ستمبر(اے پی پی) د اېشین کرکټ کونسل (اے سی سی) چیئرمېن محسن نقوی د دبئی انټرنېشنل کرکټ اسټېډیم دورہ وكړه او په ایشیا کپ كښې د ګډون كوؤنكو لوبډلو مشرانو سره يۍ ملاقات وكړو۔ د پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي) لخوا د جاري شوي بيان له مخې ده د پاكتسانۍ لوبډلې کپتان سلمان آغا، هندي كپتان سوریا کمار یادیو، د افغانستان کپتان راشد خان، د بنګله دېش کپتان …
د اے سي سي چيئرمين محسن نقوي د دبئی انټرنیشنل کرکټ اسټیډیم دورہ، د لوبډلو مشرانو سره ملاقات

مزید خبریں
دبئی۔9 ستمبر(اے پی پی) د اېشین کرکټ کونسل (اے سی سی) چیئرمېن محسن نقوی د دبئی انټرنېشنل کرکټ اسټېډیم دورہ وكړه او په ایشیا کپ كښې د ګډون كوؤنكو لوبډلو مشرانو سره يۍ ملاقات وكړو۔ د پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي) لخوا د جاري شوي بيان له مخې ده د پاكتسانۍ لوبډلې کپتان سلمان آغا، هندي كپتان سوریا کمار یادیو، د افغانستان کپتان راشد خان، د بنګله دېش کپتان لټن داس، د هانګ کانګ کپتان یاسم مرتضیٰ، د سری لنکا کپتان چارتھ اسالنکا، د یو اے ای کپتان وسیم او د عمان کپتان جتندر سنګھ ته هركلے ووے او دوئي لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې چیئرمېن اے سی سی ووئيل ایشیا کپ كښې به نه يوازې د پاكستان هند روايتي حريفو ترمينځه مقابله د ايونټ خوند زيات كړي بلكې د نورو ډلو ترمينځه مبارزو څخه به د كركټ مينه وال هم خوند پورته كړي۔ ده ووئيل اېمرېټس کرکټ بورډ اے سی سی سره په ګډه په زړه پورې انتظامات كړي دي دغسې چې ايونټ يادګار جوړ كړے شي۔ محسن نقوی ووئيل چې ایشیا کپ د منطقې هېوادونو يو بل ته د نزدې كولو غوره ذريعه ده۔ ده ووئيل كركټ يوازې يوه لوبه نه بلكې د زړونو يو بل ته د نزدې كولو او د يو بل سره د مينې ګډولو په زړه پورې موقع ده۔ په دستوره كښې چیف آپرېټنګ آفیسر پی سی بی سمیر احمد، چیف اېګزېکټو آفیسر پی اېس اېل سلمان نصیر او د بېلو بورډز اعلی چاراكو ګډون وكړو










