ایشیا کپ ټي 20 کرکټ ټورنامنټ (سبا) د نهې په ورځ په متحده عرب امارات كښې پيل كيږي

پېنډۍ ۔8ستمبر(اے پي پي) د ایشیا کپ ټي 20 کرکټ ټورنامنټ (سبا) د نهې ورځ څخه په متحده عرب امارات كښې پيل كيږي په كوم كښې چې 8 لوبډلې برخه اخلي۔ په ګروپ اے كښې پاكستان سره هند ٬ عمان او متحده عرب امارات او په ګروپ بي كښې سري لنكا ٬ بنګله دېش ٬ افغانستان او هانګ كانګ شامل دي ۔ د ټورنامنټ د پرانستې مېچ به په 9 …

پېنډۍ ۔8ستمبر(اے پي پي) د ایشیا کپ ټي 20 کرکټ ټورنامنټ (سبا) د نهې ورځ څخه په متحده عرب امارات كښې پيل كيږي په كوم كښې چې 8 لوبډلې برخه اخلي۔ په ګروپ اے كښې پاكستان سره هند ٬ عمان او متحده عرب امارات او په ګروپ بي كښې سري لنكا ٬ بنګله دېش ٬ افغانستان او هانګ كانګ شامل دي ۔ د ټورنامنټ د پرانستې مېچ به په 9 ستمبر د افغانستان او هانګ ترمينځه په ابوظهبي كښې كيږي۔ پاكستان به خپل اولنے مېچ په 12 ستمبر د عمان ٬ دويم په 14 ستمبر د خپل روايتي حريف هند او درېم په 17 ستمبر د متحده عرب امارات په ضد كوي۔ فائنل به په 28 ستمبر كيږي۔ د ټورنامنټ ټول مېچونه به په دبۍ او ابوظهبي كښې كيږي۔ د پاكستان كركټ لوبډلې هېډ كوچ مائیک ہېسن وئيلي دي اېشيا كپ يو لويې او مهم يونټ دے٬ هر مېچ يۍ زيات مهم دے۔ ده د لوبډلې په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل پاكستان په تېرو 14 مېچونو كښې د 10 په ګټلو اعتماد ترلاسه كړے دے۔ په قامي سكواډ كښې سلمان علي آغا (کپتان) صاحبزادہ فرحان، صائم ایوب، فخر زمان، حسن نواز، حارث، نواز، حسین طلعت، خوشدل شاہ، فهیم اشرف، شاهین شاہ آفریدی، حارث رؤف، ابرار احمد، سفیان مقیم، حسن علی، وسیم جونیئر او سلمان مرزا شامل دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دې څخه وړاندې په كال 2016 او 2022 كښې هم دا ډول ټي 20 فارمېټ شوے ؤ۔ 2016 كښې هند او 2022 كښې سری لنکا اېشيا كپ په خپل نوم كړے ؤ۔ پاكستان تر دې دمه دا ايونټ دوه وارې په كال 2000 او 2012 كښې ګټلے دے او هند 8 او سري لنكا 6 وارې چېمپئن پاتې شوي دي

مزید خبریں