پینډي05 ستمبر(اے پي پي ) د اطلاعات او خپرونو وفاقي پارلیماني سیکرټري بیرسټر دانیال چوهدري وئېلې دي د دفاع ورځ د پاکستان د تاریخ يو زرين باب دے كومه چې د قام او وسله وال پوځ د جرات او د مړانې یاد تازہ کوي ۔ هغه ووئېل 6 ستمبر د غیر متزلزل عزم، وطن سره د مينې او د عظیمې قربانۍ روښانه علامت دے به كومه ورځ چې قام او …
یوم دفاع د پاکستان د تاریخ يو زرين باب دے كوم چې د قام او وسله وال پوځ د جرات و مړانې یادونه تازہ کوي ،بیرسټر دانیال چوهدري

مزید خبریں
پینډي05 ستمبر(اے پي پي ) د اطلاعات او خپرونو وفاقي پارلیماني سیکرټري بیرسټر دانیال چوهدري وئېلې دي د دفاع ورځ د پاکستان د تاریخ يو زرين باب دے كومه چې د قام او وسله وال پوځ د جرات او د مړانې یاد تازہ کوي ۔ هغه ووئېل 6 ستمبر د غیر متزلزل عزم، وطن سره د مينې او د عظیمې قربانۍ روښانه علامت دے به كومه ورځ چې قام او پوځ د دښمن ناپاکه عزائم ناکام كړل ۔ اے پي پي سره خبرو كښې دانیال چوهدري ووئېل آپریشن بنیان مرصوص په نړۍ ثابت کړه چې پاک پوځ په هر ډګر د فولادو ديوال دے۔ دا کامیابي د پاکستان د پوځونو د كوټلې تګلارې او په خاص توګه د فیلډ مارشل سید عاصم منیر د غوره قیادت نتیجه ده ٬ چا چې قام له نوے توان او حوصله وركړه۔ هغه ووئېل پاکستانو ځوانانو د هندي جارحیت په مقابل كښې د شجاعت روښانه روایت قائمولو سره دښمن په څو ساعته كښې په وروستو تللو مجبور کړو ۔ دا معرکه نه يوازې په عسکري توګه بلکې په نظریاتي توګه هم د دوه قامي نظریې د صداقت ثبوت ؤ كوم چې د قیام پاکستان بنیاد دے۔ بیرسټر دانیال چوهدري ووئېل پاک پوځ عمر له په هر ډګر کامیابۍ تر لاسه كړي او نن هم د ترهه ګرۍ پشمول د ټولو چیلنجونو خلاف د هېواد دفاع له په ثابت قدمۍ فعاله دے۔ هغه 6 ستمبر 1965 د اولس او پوځونو یووالے د پاکستان د دفاع اصل طاقت ګرځولو سره د مورني وطن دفاع له ځان قربانونكو پوځي او سویلین شهداء ته په غوره ټكو د عقیدت پېرزوئنې وړاندې كړې ۔ هغه ووئېل د شهداء قربانۍ قامي وياړ او يو مقدس امانت دے ۔ دانیال چوهدري په اوسني سیلابي صورتحال كښې د پوځ او نورو ادارو د خدمات هم ستائنه وكړه چا چې د زرګونو په شمېر د قیمتي ځانونو په بچ كولو خپله قامي ذمه واري په ښه ډول تر سره كړه ۔










