په چين كښې د طوفان له امله 78 تنه مړه او 800 ژوبل شوي٬ د 200 حالت اندېښمن

بيجنګ 24 جون (اے پی پی) د چين پھ ختيز جيانګ سو ولايت كښې د ږلۍ او تېزو هواګانو له امله لږ تر لږه 78 تنه مړه او د 800 څخه زيات ژول شوي دي۔ د برتانيې خپرونې ادارې له مخې چين كښې تېره شپه د دې طوفان سره تېز بارانونه هم شوي۔ د طوفان له امله 78 تنه مړه او د 200 حالت اندېښمن ښودل شوې۔ د طوفان له امله ګڼ شمېر كورونه ويجاړ شوي۔ يو ځايي تن د چين سركاري نيوز ايجنسۍ ته ووئيل دا داسې طوفان و چې ګني بس نړۍ ختمه شوه