د وزيراعظم ريليف پيكج لاندې مانسهره كښې ضلعي انتظاميې سيلاب ځپلو لپاره د مرستې سامان ترلاسه كړو

اېبټ آباد۔ 21 اګست (اے پی پی) د مانسهرې ضلعي انتظاميې د زيارت په ورځ د وزيراعظم ريليف پېكېج لاندې سېلاب ځپلو كورنيو لپاره د مرستې سامان ترلاسه كړو په كوم كښې چې د الائیډ بنک لخوا مرسته هم شامله ده۔ د مانسهرې ډپټي كمشنر مياں بهزاد عادل دا سامان په يوه دستوره كښې ترلاسه كړو په كومه كښې چې د مانسهرې اېډیشنل ډپټی کمشنر (ریلیف) هم ګډون وكړو۔ د …

اېبټ آباد۔ 21 اګست (اے پی پی) د مانسهرې ضلعي انتظاميې د زيارت په ورځ د وزيراعظم ريليف پېكېج لاندې سېلاب ځپلو كورنيو لپاره د مرستې سامان ترلاسه كړو په كوم كښې چې د الائیډ بنک لخوا مرسته هم شامله ده۔ د مانسهرې ډپټي كمشنر مياں بهزاد عادل دا سامان په يوه دستوره كښې ترلاسه كړو په كومه كښې چې د مانسهرې اېډیشنل ډپټی کمشنر (ریلیف) هم ګډون وكړو۔ د مرستې په پېكېج كښې د بنيادي ضرورت څيزونه شامل دي چې مقصد يۍ د سېلاب ځپلو كورنيو مرسته كول دي۔ اے پی پی سره خبرو كښې اېډیشنل ډپټی کمشنر (ریلیف) اسد لودھی ووئيل د وزيراعظم ريليف پېكېج لاندې په مجموعي توګه 9 ټركه سامان ترلاسه شوے په كوم كښې چې خوراكي توكي ٬ داروګان ٬ خېمې او د يخنۍ سامان شامل دے۔ دا سامان دا مهال د بفه پكهلۍ تحصيل په ځپلو سيمو ډھیری حلیم او نیل بُن كښې به وېشلې شي۔ اسد لودھي د ځايي رضاكارو ٬ ضلعې انتظاميې او وفاقي حكومت د مرستې هڅې وستائېلې او باور يۍ وركړو چې د مرستې سامان به په سپېځلي ډول د مستحقو كورنيو ترمينځه وېشلې شي۔ ده زياته كړه چې د صوبائي حكومت په مرسته تر دې دمه 300 څخه تر 400 خوراکي پېکجز، خېمې او د ضرورت نور څيزونه د ځپلو ترمينځه وېشلې شوي دي۔ ځايي استازو او مشرانو هم په دې اقدام د اطمينان څرګندونه كولو سره په دې خبره زور راوړو چې په آفتونو قابو موندلو او د ځپلو كورنيو بحالۍ له دې د سركاري ادارو ٬ اېن ډي اېم اے او مالياتي ادارو ترمينځه مرسته روانه وساتلې شي

مزید خبریں