اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د چین صنعتونو له پاکستان كښې د سرمایه كارۍ بلنه وركولو سره وئيلي دي حکومت به خصوصی اقتصادي زونز جوړولو له هر ممکن سهولیات وركوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د چین کمپنۍ شینډونګ زن زو ګروپ کارپوریشن پلاوي سره خبرو كښې وكړه چا چې د شورو په ورځ ده سره ملاقات کولو۔د پلاوي مشري شینډونګ زن زو ګروپ چیئرمېن …
د چین صنعتونو له پاکستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه، حکومت به خصوصي اقتصادی زونز جوړولو له هر ممکن سهولیات وركوي۔وزیراعظم محمد شهباز شریف
اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د چین صنعتونو له پاکستان كښې د سرمایه كارۍ بلنه وركولو سره وئيلي دي حکومت به خصوصی اقتصادي زونز جوړولو له هر ممکن سهولیات وركوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د چین کمپنۍ شینډونګ زن زو ګروپ کارپوریشن پلاوي سره خبرو كښې وكړه چا چې د شورو په ورځ ده سره ملاقات کولو۔د پلاوي مشري شینډونګ زن زو ګروپ چیئرمېن هیو جیانزن وکړه۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې پلاوي سره خبرو كښې وزیراعظم ووئيل دواړه هېوادونه په هر مشكل كښې د يو بل سره ولاړ دي۔ ده د چين سره اقتصادی اړيكو لا قوي كولو له د پاکستان د خواهش پخلي كولو سره د چین صنعتونو له پاکستان كښې د سرمایه كارۍ بلنه وركړه۔ وزیراعظم ووئيل حکومت به خصوصي اقتصادي زونز جوړولو كښې هر ممكن سهولیات وركوي۔ وزیراعظم ته ووئيل شول د پاکستان شپ بریکنګ او شپ ری سائیکلنګ په څانګو كښې په زړه پورې استعداد شته۔ د چین کمپنۍ شینډونګ چیئرمېن د حکومت پاکستان د اړخه په سهولیات وركولو د وزیراعظم مننه كولو سره ووئيل شینډونګ په پاکستان كښې میري ټائم انډسټریل کمپلیکس جوړولو كښې خوښي لري، شینډونګ پاکستان كښې ګرین شپ بریکنګ یارډ جوړوي۔ده ووئيل زمونږ کمپنی د كبانو نيولو او کھجورو پراسیسنګ په اړه د پاکستان استعداد څخه ګټه پورته كول غواړي۔ ملاقات كښې د بحري چارو وفاقي وزیر جنید انوار چوهدري، وزیراعظم صلاحكار ډاكټر توقیر شاہ او اړوند اعلیٰ سرکاری چارواكي هم موجود وو۔











