وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ(ن)د خېبرپښتونخوا صدر انجينئر امير مقام په صوابۍ كښې د طوفاني بارانونو او سېلاب ځپلو سيمو دوره

پیښور 20 اګست (اے پي پي) وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ(ن)د خېبرپښتونخوا صدر انجينئر امير مقام په صوابۍ كښې د طوفاني بارانونو او سېلاب ځپلو سيمو دوره كړی۔په دې موقع وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل په دې سخت وخت كښې قام٬حكومت او ادارې د سېلاب ځپلو سره ولاړ دي ٬ نن د وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل عاصم منير بونير ته تلل د دې خبرې واضحه …

پیښور 20 اګست (اے پي پي) وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ(ن)د خېبرپښتونخوا صدر انجينئر امير مقام په صوابۍ كښې د طوفاني بارانونو او سېلاب ځپلو سيمو دوره كړی۔په دې موقع وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل په دې سخت وخت كښې قام٬حكومت او ادارې د سېلاب ځپلو سره ولاړ دي ٬ نن د وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل عاصم منير بونير ته تلل د دې خبرې واضحه دليل دے۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام د صوبائي حكومت اعلان كړی شوي ګرانټ نه علاوه د وزيراعظم د اړخه د هر شهيد وارثانو لپاره شل شل لكه روپو د امداد اعلان وكړو۔وفاقي وزير ووئيل د صوابۍ سېلاب ځپلو سيمو بجلي به په دوو ورځو كښې بحال كړې شي۔ده د وزيراعظم شهباز شريف او قائد نواز شريف د اړخه د شهيدانو كورنيو سره غمرازي او د هغوي لوړ درجو له دعا وكړه۔

مزید خبریں