په اوسني طبعي آفت كښې 700 څخه زياتې خوېندې او ورونړه په حق رسيدلي ٬ په ګډه د طوفان او چيلنج مقابله كوو ٬ د وزيراعظم په بونير كښې سيلاب ځپلو ته خطاب

پېښور ۔ 20 اګست (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي صوبو سره په ګډه د طوفان او چيلنج مقابله كوو٬ په اوسني طبعي آفت كښې 700 څخه زياتې خوېندې ورونړه په حق رسېدلې دي٬ په سباؤن كښې د دې ډول پېښو مخنيوي له به په خطرناكو ځايونو د تعميرات مخنيوې كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په بونېر كښې سېلاب ځپلو ته خطاب …

پېښور ۔ 20 اګست (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي صوبو سره په ګډه د طوفان او چيلنج مقابله كوو٬ په اوسني طبعي آفت كښې 700 څخه زياتې خوېندې ورونړه په حق رسېدلې دي٬ په سباؤن كښې د دې ډول پېښو مخنيوي له به په خطرناكو ځايونو د تعميرات مخنيوې كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په بونېر كښې سېلاب ځپلو ته خطاب كښې وكړه۔ دې څخه وړاندې وزيراعظم د ځپلو ترمينځه د مرستې چېكونه ووېشل۔ په دې موقع وفاقي وزيران ٬ د اېن ډي اېم چيئرمېن ٬ كور كمانډر پېښور او نور چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل زه د ځان لخوا ٬ د پاكستان حكومت او صوبائي حكومت لخوا تاسو سره د غمرازۍ څرګندونې له راغلے يم۔ مونږ ټول لاس په دعا يوو چې پاك پروردګار ستاسو مينه والو له په جنت الفردوس كښې اعلی مقام وركړي او تاسو ته د صبر او زغم توفيق دركړي۔ ده ووئيل په صوابۍ ٬ شانګله ٬ بونېر ٬ سوات ٬ كوز دير ٬ باجوړ ٬ سوئيلي وزيرستان او مانسهره كښی څو ورځې وړاندې چې كومې پېښی رامخې ته شوې ټول اولس په هغې زيات خفه دے۔ نزدې 350 څخه زياتې زمونږ خوېندې ورونړه په دغه پېښو كښې شهيدان شوي دي٬ د سوؤنو په شمېر ژوبل شوي دي او تر دې دمه ګڼ شمېر بې دركه دي۔ په پنجاب ٬ سندھ ٬ بلوچستان او آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې زمونږ 700 څخه زياتې خوېندې او رونړه شهيدان شوي دي۔ ده ووئيل په كال 2022 كښې هم دغسې سخت آفت راغلے ؤ چې له امله يۍ په ټولو صوبو كښې ځاني او مالي زيان شوے ؤ۔ وفاقي حكومت د صوبو مرستې سره سره د 100 اربه روپو هم د ځپلو ترمينځه وېشلے ؤ۔ نن يو وارې بيا صوبو سره په ګډه په خېبر پښتونخوا كښې وزيراعلی سره په ګډه د دې طوفان او چېلنج مقابله كوو۔ ده ووئيل ما ښكاره هدايات وركړي دي چې صوبائي حكومت سره به په ګډه كار كول وي كه هغه د خېبر پښتونخوا حكومت وي يا د بلې كومې صوبې۔ كه هغه ګلګت بلتستان وي او كه كشمير۔ وزیراعظم ووئيل د بجلۍ وزير او سېكرټري دا مهال په خېبر پښتونخوا كښې موجود دي ٬ په بونېر او سوات كښې چې كوم 47 فیډرز وو په هغې كښې 37 كار پېل كړے دے۔ پرون ما دا ښكاره هدايات جاري كړي چې كه بل ادا كېږي او كه نه يوې اوونۍ له دې هر ځايې ته بجلي وركړې شي۔ 7 ورځو لپاره به هر يو كور ته بجلي وركولې شي كه هغه بل وركوي او كه نه۔ د نړېدلو سړكونو او پولونو سمولو له زمونږ د كميونيكېشن وزير او سېكرټري دا مهال په ګلګت بلتستان كښې دي۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ تفصيلي ميټنګ شوے په كوم كښې چې د پاك پوځ سرلښكر فیلډ مارشل سید عاصم منېر، کور کمانډر پېښور ، چیئرمین اېن ډی اېم اے، اړوندو وفاقي وزيرانو انجینئر امیر مقام ، احسن اقبال، مصدق ملک او عطاء تارړ موجود وو٬ پاتې وزيران په فيلډ كښې كار كوي۔ وزيراعظم ووئيل د 2022 دړدېدلې پېښې ما په خپلو سترګو ليدلې۔ د درياب دواړو اړخونو ته هوټلونه جوړ شوې وو٬ په نړۍ كښې داسې كوم قانون نشته چې ته ګټې لپاره په داسې خطرناك ځاے هوټل جوړ كړې۔ ده ووئيل ماته وئيلې شوي چې دوه سپلز به نور راځي٬ مونږ له به پروردګار ته ژړل وي ٬ منت زاري به كول وي ۔ د دې ځاې خلقو لپاره دا وړوكے قيامت دے۔ ده ووئيل مونږ له په راتلونكي كښې انتظام كول وي۔ ده ووئيل زمونږ وزيران ٬ صوبائي حكومت شپه او ورځ كار كوي۔ د علي امين ګنډا پور ٬ چيف سېكرټري او آئي جي مننه كوم۔ وزيراعظم ووئيل د فيلډ مارشل عاصم منېر په مشرۍ كښې پاك پوځ شپه او ورځ كار كوي۔ يو اړخ ته زمونږ مقابله خوارجو سره روانه ده ٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كوؤ ٬دغلته زمونږ ځوانان او افسران شهيدان كيږي او بل اړخ ته د دې آفت مقابله ده۔ سيد عاصم منېر پوځ ته امر وكړو چې هغوي چرته هم رسېدے شي هلته دې ورسي او د ورنړو خوېندو دې مرسته وكړي۔ ده ووئيل اېف سي ٬ صوبائي حكومت او وفاقي حكومت بشپړه هڅې كوي ٬ ده ووئيل شتمن حضرات ته دې پاك پرودرګار په دنيا او آخرت كښې سترې بدلې وركړي۔ الخدمت فاؤنډېشن او نورې ادارې په دې نېك كار كښې برخه اخلي۔ پاك پروردګار دې هغوي ته نور هم همت وركړي۔ ده ووئيل مونږ په ګډه خذمت كوو ٬ دا زمونږ ګډ مسؤوليت دے۔ په دې كښې نه كوم سياست شته او نه رياكاري۔ ده ووئيل زه د علي امين ګنډاپور او د پوځ سرلښكر ته پېرزوئنې وړاندې كوم ٬ دغسې د پاك پوځ افسرانو ټولو ته سلام كوم۔ په يو دوه ورځو كښی به د څلورو واړو صوبو اعلی وزيرانو او چيف سكېترانو ته بلنه وركوم او په دې كښې به يوه پرېكړه كول وي چې په راتلونكي كښې به د درياب په غاړه د تعميرات مخه نيول وي۔ دا يو تحريك جوړول دي او ټول دې د دې برخه وګرځي

مزید خبریں