پاکستان تيرو دوو لسيزو راهسې د ترهه ګرۍ ناسور په ضد هلي ځلي كوي، 80 زره څخه زيات ځاني زيان شوے ۔ د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق

اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د " ترهه ګرۍ له امله ځپلي یادولو او هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كولو نړيوالې ورځ " په موقع ووئيل نن ورځ مونږ ته هغه ټول بے ګناه وګړي او د امنيتي ځواكونو د مېړنو ځوانانو قربانۍ رايادوي كومو چې د ترهه ګرۍ ناوړه کارروائیو په نتيجه كښې د خپلو ځانونو قرباني وركړې ده ۔د شورو …

اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د ” ترهه ګرۍ له امله ځپلي یادولو او هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كولو نړيوالې ورځ ” په موقع ووئيل نن ورځ مونږ ته هغه ټول بے ګناه وګړي او د امنيتي ځواكونو د مېړنو ځوانانو قربانۍ رايادوي كومو چې د ترهه ګرۍ ناوړه کارروائیو په نتيجه كښې د خپلو ځانونو قرباني وركړې ده ۔د شورو په ورځ په خپل پیغام كښې ده د ترهه ګرۍ په ضد هلو ځلو كوونكو سکیورټي ادارو، قانون نافذ کوونكو اهلکارو او شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔د قومی اسمبلۍ سپیکر ووئيل د ترهه ګرۍ ځپلو كورنيو دړد او ستونزي د نه هيرولو دي، پاکستان د تيرو دوو لسيزو راهسې د ترهه ګرۍ ناسور په ضد هلي ځلي كوي او په دې جنګ كښې 80 زره څخه زياتو وګړو ، عسكري اهلكارو او قانون نافذ کوونكو ادارو افسرانو او اهلکارو د خپلو ځانونو قرباني وركړې دغسې ګڼ شمير سیاسی او مذهبی لارښود هم په نخښه شوي،د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د هېواد معیشت ته هم په اربونو ډالره زيان رسيدلے ۔سپیکر سردار ایاز صادق ووئيل د هند مرسته لرونكې تره هګر په پاکستان كښې امن او پرمختګ ته د زيان رسولو ناوړه سازشونو كښې ككړ دي او پاکستاني قام عمر له د مړانے ، حوصلې او اتحاد سره د ترهه ګرۍ مقابله كړې۔ده ووئيل زمونږ امنيتي ځواكونو او قانون نافذ کوونكې ادارې نن هم د ترهه ګرۍ په ضد قربانۍ وركوي، قامي ایکشن پلان، د ترهه ګرۍ مخنيوي بیانیه او سماجي و اقتصادي اقدامات د لارې د انتها خوښۍ او د ترهه ګرۍ نیټ ورکس کمزورے شوے۔سپیکر ووئيل ترهه ګري يوه نړيواله مسئله ده د كومي ختمولو له چې د نړيوالي ورورولۍ كوټلو او شريكو هلو ځلو ته اړتيا ده۔

مزید خبریں