د څښلو پاكو اوبو شتون نه يوازې پرمختيائي هدف دے بلكې د هر وګړي بنيادي حق دے۔ سيد يوسف رضا ګېلاني

اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي دې د څښلو پاكو اوبو شتون نه يوازې پرمختيائي هدف دے بلكې د هر وګړي بنيادي حق دے او دا اقدام د اوبو په سبب د رامخې ته كېدونكو رنځونو څخه د وګړو محفوظ ساتلو لپاره هم ضروري دے۔ د شورو په ورځ د سېنېټ سيکرټريټ لخوا د جاري بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن …

اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي دې د څښلو پاكو اوبو شتون نه يوازې پرمختيائي هدف دے بلكې د هر وګړي بنيادي حق دے او دا اقدام د اوبو په سبب د رامخې ته كېدونكو رنځونو څخه د وګړو محفوظ ساتلو لپاره هم ضروري دے۔ د شورو په ورځ د سېنېټ سيکرټريټ لخوا د جاري بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني په حطار كښې د مري سپارکلټس آر او پلانټ او د واټر لائن يونټ-2 په پرانستې دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو ۔ په دستوره كښې سينيټرز، د قامي اسمبلۍ غړي اسفنديار بھنډارا، د مري سپارکلټس انتظاميه او نور شخصيات ګډون كولو ۔ خپلې وېنا كښې سيد يوسف رضا ګېلاني د مري سپارکلټس انتظاميه او د منصوبې په ترسره كولو كښې شريكو ټولو كسانو له مباركي وركولو سره ووئيل دا منصوبه د اولس يو بنيادي ضرورت دے٬ دا د پاكو او محفوظه اوبو رسولو په اړه يو مهم سنګ مېل دے۔ ده ووئيل د څښلو د پاكو اوبو شتون نه يوازې پرمختيائي هدف دے بلكې د هر وګړي بنيادي حق دے او دا اقدام د اوبو په سبب د رامخې ته كېدونكو رنځونو څخه د وګړو محفوظ ساتلو لپاره هم ضروري دے۔

مزید خبریں