خېبرپښتونخوا كښې تباهي كونكې سېلاب كښې نور 45 كسان لاهو شول٬ د مړو كسانو شمېره 365 ته ورسېده۔ پي ډي اېم اے

پېښور 20 اګست (اے پي پي) خېبرپښتونخوا كښې تباهي كونكې سېلاب كښې نور 45 كسان لاهو شوي چې ورسره د مړو شمېره 365 ته ورسېده٬ دغسې د ژوبل شوو شمېره هم 18 ته رسېدلې ده ۔ د پي ډي اېم اے له مخې صوبه يو ځل بيا د تباهۍ كوونكو سېلابونو او بارانونو سره مخ ده٬ د تېرو 24 ساعتو په مهال 45 نور كسان په سېلابي اوبو كښې لاهو …

پېښور 20 اګست (اے پي پي) خېبرپښتونخوا كښې تباهي كونكې سېلاب كښې نور 45 كسان لاهو شوي چې ورسره د مړو شمېره 365 ته ورسېده٬ دغسې د ژوبل شوو شمېره هم 18 ته رسېدلې ده ۔ د پي ډي اېم اے له مخې صوبه يو ځل بيا د تباهۍ كوونكو سېلابونو او بارانونو سره مخ ده٬ د تېرو 24 ساعتو په مهال 45 نور كسان په سېلابي اوبو كښې لاهو شوي چې ورسره په مجموعي توګه د سېلاب او بارانونو په سبب د مړو شمېره 365 ته رسېدلې ده دغسې 181 كسان ژوبل شوي دي۔ د پي ډي اېم اے له مخئ په مړو كسانو كښې 294 نارينه٬ 41 مېرمنې او 30 ماشومان شامل دي دغسې په ژوبل شوو كښې 144 سړي، 27 مېرمنې او 10 ماشومان شامل دي٬ د قدرتي آفتونو په نتيجه كښې تر اوسه 782 كورونه متاثره شوي چي پكښې 433 په جزوي او 349 په بشپړه توګه تباه شوي دي۔ د پي دي اېم اے رپورټ له مخې بونير په دې صورتحال كښې زياته ځپلې ضلع ده چرته چې تر اوسه 225 كسان مړه او 120 ژوبل شوي دي چې پكښې د سړو شمېره زياته ده٬ په شانگله كښې 36 كسان مړه او 24 ژوبل شوي٬ دغسې په صوابۍ كښې 17 كسان مره او 20 ژوبل شوي دي ٬ په مانسهره كښې هم 25 كسان مړه او 5 ژوبل شوي۔ په رپورټ زياته كړې شوې چې په باجوړ كښې 22 كسان مړه او پنځه ژوبل دي دغسې په سوات كښې 20 كسان مړه او دوه ژوبل شوي ٬ كوز دير كښې 5 كسان مړه او درې ژوبل شوي ٬ د دې نه علاوه په بټګرام كښې درې كسان مړه شوي او په نوښار٬ايبټ آباد، تورغر او سوئيلي وزيرستان كښې يو يو كس مړ شوے٬ په مردان كښې هم په سېلابي اوبو كښې يو كس ژوبل شوے دے۔

مزید خبریں