راشد منهاس د مړانې او پاكستان سره د ځانګړے مينې تاريخ رقم كړے: د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي

اسلام آباد۔20 اګست(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د پاك هوائي پوځ شهيد پائلټ آفيسر راشد منهاس ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي راشد منهاس د مړانې او وطن سره د مينې ځانګړے تاريخ رقم كړے ٬ هغه د نه هېرېدونكې قربانۍ وركولو سره دښمن په خپلو ناپاكو عزائمو كښې ناكامه كړو۔ د شورو په ورځ په خپل پېغام كښې محسن نقوي ووئيل …

اسلام آباد۔20 اګست(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د پاك هوائي پوځ شهيد پائلټ آفيسر راشد منهاس ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي راشد منهاس د مړانې او وطن سره د مينې ځانګړے تاريخ رقم كړے ٬ هغه د نه هېرېدونكې قربانۍ وركولو سره دښمن په خپلو ناپاكو عزائمو كښې ناكامه كړو۔ د شورو په ورځ په خپل پېغام كښې محسن نقوي ووئيل وطن سره غداري كونكې چې د الوتكې تښتولو هڅه وكړه نو راشد منهاس د ځان له پرواه كولو پرته سازش ناكامه كړو۔ ده ووئيل د شهيد پائلټ آفيسر راشد منهاس وطن سره د مينې د جذبې رڼا نن هم زمونږ زړونه روښانه كوي۔ شهید پائلټ آفیسر راشد منهاس دښمن ته ښكاره پېغام وركړے ؤ چې د پاكستان فضا به كله هم د دښمن د چالونو ښكار نه شي۔ دې سترې قربانۍ دا ثابته كړه چې حقيقي مړانه هغه ده چې سر په تلي كښې د وطن عزت بچ كړے شي او راشد منهاس د دې ژوندے مثال دے۔ په دې جنګ كښې د پاك فضائيه شاهينانو د 6 جنګي الوتكو په ويشتلو دښمن ته عبرتناكه ماتې وركړه۔ محسن نقوی ووئيل پاك هوائي پوځ په غوره حكمت عملۍ او پېشه ورو صلاحيتونو خپل فضائي بر لاسے په ځاے وساتلو كوم چې نړۍ تسليم كړو۔ ده ووئيل د راشد منهاس قرباني يو مشال دے كوم چې راتلونكو نسلونو لپاره د جذبې يو څرك دے

مزید خبریں