هرنائي ٬ ګنجينه خوړ كښې سېلاب درې هلكان لاهو كړل ٬ دوه راويستلے شول ٬ يو بې دركه

هرنائي۔ 18 اګست (اے پي پي) په ګنجينه خوړ كښې راغلي سېلاب درې هلكان د سېلاب چپې لاهو كړل چې پكښې ځائي خلقو او ليويز دوه راويستل ٬ دغسې يو هلك لا بې دركه دے۔ د هر نائي په غرئيزو سيمو كښې د طوفاتي بارانونو سلسله په دويمه ورځ هم روانه وه چې په نتيجه كښی يې په خوړونو او نهرونو كښې سېلاب راغلو ۔ په سېلاب كښې د هرنائي …

هرنائي۔ 18 اګست (اے پي پي) په ګنجينه خوړ كښې راغلي سېلاب درې هلكان د سېلاب چپې لاهو كړل چې پكښې ځائي خلقو او ليويز دوه راويستل ٬ دغسې يو هلك لا بې دركه دے۔ د هر نائي په غرئيزو سيمو كښې د طوفاتي بارانونو سلسله په دويمه ورځ هم روانه وه چې په نتيجه كښی يې په خوړونو او نهرونو كښې سېلاب راغلو ۔ په سېلاب كښې د هرنائي بي ايريا په ګنجينه خوړ كښې درې هلكان سېلاب لاهو كړل۔ په اطلاع تر لاسه كېدو ځايي خلقو او د ليويز فورس د لاهو شوو هلكانو لټون پېل كړو او دغسې دوه هلكان جلال الدين او انور الدين د سېلابي اوبو نه ژوندي راويستلے شول او ډسټركټ هيډ كوارټر هسپتال ته منتقل كړے شول۔ د ليويز تر مخه د شپې تياره وه چې په سبب يې په سېلاب كښې د 10 كلنه ماشوم په لټولو كښې ډېرې ستونزې رامخې ته دي ۔ مقامي خلق د ماشوم پرله پسې لټون كوي خو تر وروستۍ اطلاع راتللو لا ماشوم ونه موندلے شو۔

مزید خبریں