د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د دولت مشتركه عمومي سيكرټري سره ملاقات

اسلام آباد۔19اګست (اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزیر سېنېټر اسحاق ډار په لندن كښې د دولت مشتركه (كامن وېلتھ) عمومي سېكرټري شيرلي ایورکور بوچوے سره ملاقات كړے۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د نهې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې په دې موقع نائب وزيراعظم شېرلي ايوركور بوچوے ته د دولت مشتركه اووم عمومي سېكتر په توګه په ټاكلے كېدو مباركي وركړه او د هغه مشري …

اسلام آباد۔19اګست (اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزیر سېنېټر اسحاق ډار په لندن كښې د دولت مشتركه (كامن وېلتھ) عمومي سېكرټري شيرلي ایورکور بوچوے سره ملاقات كړے۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د نهې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې په دې موقع نائب وزيراعظم شېرلي ايوركور بوچوے ته د دولت مشتركه اووم عمومي سېكتر په توګه په ټاكلے كېدو مباركي وركړه او د هغه مشري يۍ خوشبينه وګرځوله۔ نائب وزيراعظم عمومي سېكرټري ته باور وركړو چې پاکستان د دولت مشترکه تلپاتي پرمختګ او د رابطه (کنکټیویټی) ایجنډې عزم لري۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پاكستان د دولت مشتركه دننه تجارت او پرمختګ ته ودې وركولو كښې فعاله كردار ترسره كول غواړي۔ ده د موسمياتي بدلونو په اړه د پاكستان د غېر محفوظ هېواد كېدو پلو پام وګرځولو او په دې مهم چېلنج قابو موندلو له يۍ دولت مشتركه څخه د ملاتړ خواست وكړو۔ خارجه وزير د ځوانانو او صنفي مساوات په مېدان كښی د پاكستان په مشرتابه رڼا اچولو سره ووئيل پاکستان د كامن وېلتھ ټاسك فورس شريك صدر دے او د كامن وېلتھ يوتھ پروګرام په عصري جوړولو كښې يۍ مهم كردار ترسره كړے دے۔ ده پاكستانو ځوانانو لپاره د دولت مشتركه د ملاتړ ستائنه وكړه او اوسنۍ اي سپورټس لوظنامه يۍ خوشبينه وګرځوله۔ نائب وزیراعظم د عمومي سېكرټري 30-2025 لپاره د كامن وېلتھ سټرېټېجك پلان جوړولو هڅې وستائېلې او پرمختګ ٬ جمهوريت او د پياوړتيا شريكو مقاصدو مخ په وړاندې بوتللو له يۍ د پاكستان لخوا د بشپره مرستې وړاندېز وكړو۔ ده عمومي سېكرټري ته د اسلام آباد دورې كولو بلنه هم وركړه۔