د پېنډۍ او چكوال په شمول د پنجاب په يو شمير سيمو كښې د 5.2 شدت زلزله

لاهور۔19اګست(اے پی پی) د پېنډۍ او چكوال په شمول د پنجاب په يو شمېر سيمو كښی د نهې په ورځ د زلزلې جړقونه محسوس كړے شول۔ په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 5.2 ريكارډ كړے شو۔ د پي ډي اېم اے وياند له مخې د زلزلې مركز افغانستان هندو کش رېنج كښې 190 کلومیټر په زمكه كښې ژور ؤ۔ د پي ډي اېم اے ابتدائي رپورټ له مخې تر دې …

لاهور۔19اګست(اے پی پی) د پېنډۍ او چكوال په شمول د پنجاب په يو شمېر سيمو كښی د نهې په ورځ د زلزلې جړقونه محسوس كړے شول۔ په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 5.2 ريكارډ كړے شو۔ د پي ډي اېم اے وياند له مخې د زلزلې مركز افغانستان هندو کش رېنج كښې 190 کلومیټر په زمكه كښې ژور ؤ۔ د پي ډي اېم اے ابتدائي رپورټ له مخې تر دې دمه په ګرده صوبه كښی د زلزلې د لاسه د شوي زيان په اړه كومه اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔ ډائرېكټر جنرل عرفان علي كاټھيا ووئيل د پي ډي اېم اے د صوبائي كنټرول روم په شمول د ګرد پنجاب ضلعو اېمرجنسي آپرېشن سنټرز پرله پسې الرټ دي۔ د ګرد پنجاب انتظاميې د ودانيو په چېكنګ كښې بوختې دي ۔ د زلزلې د لاسه د زيانونو اطلاع د پي ډي اېم اے په هېلپ لائن 1129 وركړې كېدې شي

مزید خبریں