لاهور۔19اګست(اے پی پی) پاكستان كركټ بورډ د كال 2025-26 نړيوال سیزن لپاره 30 لوبغاړو ته سنټرل كنټرېكټ وركړے دے ۔ دا ځل كوم هم لوبغاړے په کېټېګری "اے" كښې شامل نه كړے شو٬ په کېټېګری بی، سي او ډی كښې 10 ٬ 10 لوبغاړي شامل كړې شوي دي۔ د پي سي بي وياند له مخې سږ كال 12 نوو لوبغاړو احمد دانیال، فهیم اشرف، حسن علی، حسن نواز، حسین طلعت، …
پي سي بي د كال 2025-26 نړيوال سيزن لپاره 30 لوبغاړو ته سنټرل كنټريكټ وركړو

مزید خبریں
لاهور۔19اګست(اے پی پی) پاكستان كركټ بورډ د كال 2025-26 نړيوال سیزن لپاره 30 لوبغاړو ته سنټرل كنټرېكټ وركړے دے ۔ دا ځل كوم هم لوبغاړے په کېټېګری “اے” كښې شامل نه كړے شو٬ په کېټېګری بی، سي او ډی كښې 10 ٬ 10 لوبغاړي شامل كړې شوي دي۔ د پي سي بي وياند له مخې سږ كال 12 نوو لوبغاړو احمد دانیال، فهیم اشرف، حسن علی، حسن نواز، حسین طلعت، خوشدل شاہ، اېم عباس، اېم حارث، اېم نواز، صاحبزادہ فرحان، سلمان مرزا او سفیان مقیم ته كنټرېكټ وركړے شوے دے۔ د تېرې كاركردګۍ په بنياد 5 لوبغاړو ابرار احمد، حارث رؤف، صائم ایوب، سلمان علی آغا او شاداب خان ته كېټېګري سي څخه په بي كښې ترقي وركړې شوې ده۔ بل اړخ ته 8 لوبغاړو عامر جمال، حسیب ، کامران غلام، میر حمزہ، اېم علی، اېم هرېرا، اېم عرفان خان او عثمان خان سږ كال د كنټرېكټ په ترلاسه كولو كښې بريالي نه شول۔ د کېټېګري بي په لوبغاړو كښې بابر اعظم، اېم رضوان، فخر زمان، شاهین شاہ آفریدي، حسن علي او شاداب خان په شمول 10 لوبغاړي شامل دي۔ په کېټېګری سي كښې نسیم شاہ، سعود شکیل، اېم نواز، اے شفیق او نور لوبغاړي ځاے جوړولو كښې كامياب شول۔ په کېټېګري ډي كښې شان مسعود ، خوشدل شاہ، حسېن طلعت او نور 10 لوبغاړي شامل دي۔ دا کنټرېکټس به د جولائي اولنۍ نېټې كال 2025 څخه تر د راروان كال 2026 د جون مياشتې تر 30 مې نېټې مؤثر وي











