اسلام آباد۔19اګست(اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې په روانه سېلابي وضعه كښې د پاك پوځ ريليف آپرېشن روان دے۔ د بونېر، شانګله او سوات سېلابی صورتحال څخه وروستو په صوابۍ كښې هم د شړق غورځېدو پېښه رامخې ته شوه۔ د صوابۍ ټوپۍ تحصيل په ډلورائي سميه كښې د باران او لېنډ سلائيډنګ څخه وروستو د پاك پوځ د مرستې ډلې موقعې ته ورسېدې او د فوري رسپانس لاندې يۍ …
په خيبر پښتونخوا كښې په روانه سيلابي وضعه كښې د پاك پوځ ريليف آپريشن روان دے

مزید خبریں
اسلام آباد۔19اګست(اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې په روانه سېلابي وضعه كښې د پاك پوځ ريليف آپرېشن روان دے۔ د بونېر، شانګله او سوات سېلابی صورتحال څخه وروستو په صوابۍ كښې هم د شړق غورځېدو پېښه رامخې ته شوه۔ د صوابۍ ټوپۍ تحصيل په ډلورائي سميه كښې د باران او لېنډ سلائيډنګ څخه وروستو د پاك پوځ د مرستې ډلې موقعې ته ورسېدې او د فوري رسپانس لاندې يۍ د سول انتظاميې مرسته وكړه۔ د ټوپۍ تحصيل په ځپلو سيمو ډلورائی، سرکوئي او بادہ كښې د پاك پوځ لخوا په بېړني بنيادونو كارروايۍ وكړې شوې۔ پاك پوځ په دې سخت وخت كښې پښتون اولس سره يو برابر ولاړ دے











