د پي ډي اېم اے لخوا سيلاب ځپليو سيمو ته په 89 ټركونو مشتمل د مرستې سامان استولو عمل بشپړ شو

پېښور ۔ 17 اګست (اے پی پی)د خېبر پښتونخوا وزيراعلی په خصوصي هدايت د پراونشل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی (پی ډی اېم اے) لخوا سېلاب ځپلې ضلعو بونېر، باجوړ، سوات او شانګله لپاره په 89 ټركونو مشتمل د مرستې سامان رسولو عمل بشپړ كړے شوے دے۔ د پي ډي اېم اے لخوا د جاري كړې شوي بيان له مخې دا اقدام د اوسنيو بارانونو او فلېش فلډ د لاسه د ځپلې …

پېښور ۔ 17 اګست (اے پی پی)د خېبر پښتونخوا وزيراعلی په خصوصي هدايت د پراونشل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی (پی ډی اېم اے) لخوا سېلاب ځپلې ضلعو بونېر، باجوړ، سوات او شانګله لپاره په 89 ټركونو مشتمل د مرستې سامان رسولو عمل بشپړ كړے شوے دے۔ د پي ډي اېم اے لخوا د جاري كړې شوي بيان له مخې دا اقدام د اوسنيو بارانونو او فلېش فلډ د لاسه د ځپلې شوو كورنيو فوري ضرورتونه ترسره كولو له پورته كړے شو۔ په دې سامان كښې 1800 فیملی ټېنټس، 1000 ونټرائز ټېنټس، 3100 ګديانې ، 3500 تکیې، 1500 هائجین کټس، 3300 کچن سېټ، 2100 ترپالونه، 3300 درۍ ، 4400 مچھر دانۍ ٬ 3800 کمبلې، 1000 جېری کېنز، 1000 بسترې، 1750 سولر لېمپس، 10 ډی واټرنګ پمپس، 10 جنرېټرز، 100 لائف جېکټس او 500 ګېس سلنډر شامل دي۔ دې سره سره پي ډي اېم اے ځپليو ضلعو ته په مجموعي توګه 800 ملينه روپۍ هم جاري كړې شوي په كومو كښې چې بونېر ضلعې ته 500 ملین روپۍ وركړې شوي دي دغسې چې ځپليو كورنيو ته ادائيګي كوم هم ځنډ سره مخ نه شي۔ د پي ډي اېم اے ډي جي له مخې پی ډی اېم اے او ټولې اړوندې ادارې چمتو دي او په ځپليو سيمو كښې به كوم هم فوري ضرورت ترسره كولو كښې مرسته كولې شي۔

مزید خبریں