بونېر۔ 17 اګست (اے پی پی) د وزیراعظم د اطلاعاتو او خېبر پښتونخوا چارو مرستيال اختيار ولي خان د خالي په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په هدايت د بونېر ضلعې سېلاب ځپليو سيمو دوره وكړه او ځپليو سره يۍ د يووالي څرګندونه وكړه۔ اختیار ولی خان پیر بابا، چنار، سواری، بېشونئی او ننورو سيمو ته لاړو چرته چې ده ځپلې شويو وګړو سره ملاقات وكړو او هغوي څخه يۍ …
د وزیراعظم شهباز شریف په هدايت د اختیار ولی خان د بونیر سیلاب ځپليو سيمو دوره ٬ ځپليو سره د يووالي څرګندونه

مزید خبریں
بونېر۔ 17 اګست (اے پی پی) د وزیراعظم د اطلاعاتو او خېبر پښتونخوا چارو مرستيال اختيار ولي خان د خالي په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په هدايت د بونېر ضلعې سېلاب ځپليو سيمو دوره وكړه او ځپليو سره يۍ د يووالي څرګندونه وكړه۔ اختیار ولی خان پیر بابا، چنار، سواری، بېشونئی او ننورو سيمو ته لاړو چرته چې ده ځپلې شويو وګړو سره ملاقات وكړو او هغوي څخه يۍ د هغوي ستونزې وپوښتنلې۔ ده اړوندو چاروكو ته هدايت وكړو چې په ځپليو سيمو كښې دې فوري اقدامات وكړې شي او د مرستې كارروايۍ دې ګړندۍ كړې شي۔ ده ووئيلزه د وز يراعظم په هدايت په دلته د بونېر په آفت زده سيمو كښې د رېسكيو او مرستې كارروائيو جاج اغستلو لپاره راغلے يم۔ ده ووئيل د اېن ډي اېم اے په شمول ټولې وفاقي او صوبائي ادارې متحرك كړې شوي دي دغسې چې د سېلاب ځپليو فوري مرسته وكړې شي۔ ده ووئيل وفاقي حكومت به د خېبر پښتونخوا سېلاب ځپليو كښې د وروستي تن تر بحالولو خپلې هڅې روانې ساتي۔ اختیار ولی خان د شهيد شوو كسانو پسماندګانو سره هم ملاقات وكړو ٬ شهيدانو لپاره يۍ د لوړو درجو او ژوبل شوو له د زر روغتيا دعا وكړه۔ ده ووئيل وزيراعظم به ډېر د ملاكنډ او هزاره ډويژن سېلاب ځپليو سيمو دوره وكړي۔ اختیار ولی خان د پير بابا مزار ته هم لاړو چرته چې هغه د پاكستن پرمختګ ٬ سوكالۍ او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره خصوصي دعاګانې وكړې۔











