د وزیراعظم په هدايت ځپليو سيمو ته د مرستې لا زيات سامان استولو عمل روان دے

اسلام آباد۔17اګست(اے پی پی) د وزیراعظم شهباز شریف په خصوصي هدايت سيلاب ځپليو سيمو ته د مرستې لا زيات سامان استولو عمل روان دے ٬ د وزيراعظم په هدايت وفاقي وزيران به د خېبر پښتونخوا په سېلاب ځپليو سيمو كښې ريليف آپريشنز كښې برخه اخلي۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په هدايت د كشمير او ګلګت بلتستان …

اسلام آباد۔17اګست(اے پی پی) د وزیراعظم شهباز شریف په خصوصي هدايت سيلاب ځپليو سيمو ته د مرستې لا زيات سامان استولو عمل روان دے ٬ د وزيراعظم په هدايت وفاقي وزيران به د خېبر پښتونخوا په سېلاب ځپليو سيمو كښې ريليف آپريشنز كښې برخه اخلي۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په هدايت د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام به شانګله ٬ د پاور ډويژن وفاقي وزير به په بونېر ٬ د مذهبي چارو وفاقي وزير به په مانسهره او د وزيراعظم خصوصي مرستيال مبارك زېب به باجوړ كښې د سېلاب ځپليو ترمينځه د مرستې سامان وېش عمل نګراني كوي۔ وفاقي وزير امير مقام تېره ورځ هم د وزيراعظم په خصوصي هدايت سېلاب ځپليو سيمو كښې تېره كړه او د مرستې هلو ځلو نګراني كولو سره يۍ د مرستې سامان ځپليو سيمو ته د لېږلو په خپله جاج واغست۔ د پاك پوځ په شمول نورو خدماتي ادارې او اېن جي اوز هم د ريليف كارونو كښې بشپړه برخه اخلي۔ وزیراعظم د خېبر پښتونخوا صوبې په ټولو ځپليو ضلعو كښې د اېن ډي اېم اے د مرستې كارروائي پخپله نګراني كوي۔ د پی اېم ریلیف پېکج لاندې د مرستې په سامان مشتمل نور ټركونه ځپلې شوو سيمو ته استولې شي۔ د مرستې په سامان كښې راشن ٬ خېمې او دويانې شاملې دي٬ سامان ضلعي انتظاميې ته سپارلې شي۔ وزیراعظم د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ته د خېبر پښتونخوا ٬ ګلګت بلتستان او آزاد جمو وكشمير ډیزاسټر مېنجمنټ ادارو سره پرله پسې رابطه كښې د پاتې كېدو هدايت كړے دے۔ وزیرِ اعظم اېن ډی اېم اے ته د پي ډي اېم ايز او جي بي ډي اېم اے په شمول صوبائي حكومتونو سره په ګډه په ځپليو سيمو كښې مرستې سره د اړوند ترجيحي فهرست ته د حتمي شكل وركولو هدايت كړے۔ ده ووئيل په دې سخت وخت كښې مونږ سېلاب ځپليو سره يو برابر ولاړ يوو۔

مزید خبریں