د نواز شريف خيبر پښتونخوا كښې د سيلاب د لاسه په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه

لاهور۔16اګست(اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) صدر نواز شريف په خيبر پښتونخوا كښې د سيلاب د لاسه د قيمتي ځانونو په زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د خالي په ورځ په جاري كړې شوي د غمرازۍ پېغام كښې نواز شريف په كے پي كے كښې د سېلاب له امله د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي او خواخوږي كولو سره ووئيل په خېبر پښتونخوا …

لاهور۔16اګست(اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) صدر نواز شريف په خيبر پښتونخوا كښې د سيلاب د لاسه د قيمتي ځانونو په زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د خالي په ورځ په جاري كړې شوي د غمرازۍ پېغام كښې نواز شريف په كے پي كے كښې د سېلاب له امله د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي او خواخوږي كولو سره ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې په رامخې ته شوې د سېلاب دړدېدلې پېښې ډېر زيات خفه كړې يوو٬ په دې سخت وخت كښې زمونږ خواخوږۍ غمجنيو كورنيو سره دي۔ نواز شريف دعا وكړه چې پاك پروردګار دے شهيد شوو له په جنت الفردوس كښې ځايې او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم توفيق وركړي۔

مزید خبریں