كوئټه 15 اګست (اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي د جمعې په ورځ د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير علي امين ګنډا پور سره ټېليفوني تماس نيولے او اوسنو بارانونو٬ د خاورو كمرو رالوېدو٬سېلاب او نورو طبعي آفتونو له امله په قيمتي ځاني زيان يې د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ۔ده په دې موقع د چورلكې په پیښه هم د غمرازۍ څرګندونې كولو سره ووئېل په حق رسېدلو …
د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور سره ټېليفوني تماس ٬په قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه

مزید خبریں
كوئټه 15 اګست (اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي د جمعې په ورځ د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير علي امين ګنډا پور سره ټېليفوني تماس نيولے او اوسنو بارانونو٬ د خاورو كمرو رالوېدو٬سېلاب او نورو طبعي آفتونو له امله په قيمتي ځاني زيان يې د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ۔ده په دې موقع د چورلكې په پیښه هم د غمرازۍ څرګندونې كولو سره ووئېل په حق رسېدلو ټولو كسانو قربانۍ او خذمات به تل ياد ساتلې شي۔د بلوچستان وزيراعلٰی ووئيل قدرتي آفت د انسان د اختيار څخه بهر دے٬خو د دې اثرات هر زړه دړدوي۔ده ووئيل د بلوچستان حكومت او اولس په دې سخت وخت كښې د خېبرپښتونخوا اولس سره ولاړ دے او ځپليو كورنيو په غم كښې برابر شريك دے۔د بلوچستان وزيراعلی ځپليو كورنيو زغم او حوصلې ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره دعا وكړه چې لويې څښتن دې په حق رسېدلو كسانو له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنيو كورنيو له زغم او ژوبل شوو له روغ صحت وركړي۔دغسې خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی امين ګنډا پور د يووالي په څرګندونه په نيكو خواهشاتو د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي مننه وكړه











