نائيجېريا كښې د كډوالو په كېمپ كښې د يوې مياشتې په مهال 200 كسان مړه شوي

ابوجه 23 جون(اے پي پي) په نائيجېريا كښې د كډوالو په كېمپ كښې د يوې مياشتې په مهال 200 كسان مړه شوي۔ د بې پولې طبيبانو ډلې وئېلي دي چې دا كسان د تېرې يوې مياشتې په مهال د خوراك او اوبو د كمي په سبب مړه شوي دي۔ دې تنظيم ووئيل چې د باما نومي ښار مركز حالات ډېر خراب دي۔ پھ دې ځائ كښې 25 زره كسانو پناه اخستې۔ دا ټول كسان د انتهاخوښي تنظيم بوكوحرام كاروائيو پھ سبب پھ كډه كولو مبجور شوي۔ بې پولې طبيبانو وئيلي دي چې په ځپلې سيمه كاهر كښې 5م ماشومان د خوراك كمي ښكار شوي