پېښور 14 اګست (اے پي پي) په ګورنر هاؤس پېښور كښې د 78مې آزادۍ ورځې مناسبت سره دستوره وشوه ٬ په دې موقع د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي بېرغ هسك كړٶ٬ په دستوره كښې په پېښور كښې د امريكا٬ ايران او افغانستان قونصل جنرلز په خاص توګه ګډون كړې٬ ګورنر فېصل کريم کنډي د دريو واړو هېوادونو قونصلر جنرلز سره د پاكستان د آزادۍ د 78مې كليزې كېك …
د ګورنر فيصل كريم كنډي د 78مې آزادۍ ورځې مناسبت سره ګورنر هاؤس كښې په دستوره كښې ګډون٬ قامي بېرغ ئې هسك كړو

مزید خبریں
پېښور 14 اګست (اے پي پي) په ګورنر هاؤس پېښور كښې د 78مې آزادۍ ورځې مناسبت سره دستوره وشوه ٬ په دې موقع د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي بېرغ هسك كړٶ٬ په دستوره كښې په پېښور كښې د امريكا٬ ايران او افغانستان قونصل جنرلز په خاص توګه ګډون كړې٬ ګورنر فېصل کريم کنډي د دريو واړو هېوادونو قونصلر جنرلز سره د پاكستان د آزادۍ د 78مې كليزې كېك هم پرې كړو٬ د دستورې پېل قامي سرود څخه وشو او د پوليس لخوا سلامي وړاندې كړې شوه٬ د دې نه وروسته د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ لپاره دعاګانې وغوښتلې شوې۔ په دې موقع ګورنر فېصل کريم کنډي قام له د آزادۍ په 78مه كليزه مباركي وركړه٬ قونصل جنرلز هم قام له د آزادۍ ورځ مباركي وركړه











