د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د 78مې جشن آزادۍ ورځ په موقع پیغام

پیښور 13 اګست (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د 78مې جشن آزادۍ ورځ په موقع په خپل پېغام كښې ضم شوو ضلعو او د خېبرپښتونخوا اولس پشمول ټول قام ته مباركي وركولو سره وئېلي دي نن مونږ جشن آزادي د معركه حق شاندارې كاميابۍ سره لمانځو۔معركه حق كښې پاكستان نه يوازې د هند عسكري غرور خاورې كړو بلكې د هېواد پولو او زمونږ د آزادۍ يې دفاع …

پیښور 13 اګست (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د 78مې جشن آزادۍ ورځ په موقع په خپل پېغام كښې ضم شوو ضلعو او د خېبرپښتونخوا اولس پشمول ټول قام ته مباركي وركولو سره وئېلي دي نن مونږ جشن آزادي د معركه حق شاندارې كاميابۍ سره لمانځو۔معركه حق كښې پاكستان نه يوازې د هند عسكري غرور خاورې كړو بلكې د هېواد پولو او زمونږ د آزادۍ يې دفاع هم وكړه ۔ده ووئيل د اګست 14مه نيټه زمونږ د آزادۍ٬خپلواكۍ او قامي تشخص علامت د ه ٬ننۍ ورځ مونږ ته يادګېرنه كوي چې زمونږ مشرانو د قربانو او هلو ځلو د لارې د يو آزاد هېواد خوب په حقيقت بدل كړو ۔ده ووئيل د پاكستان پرمختګ٬امن او خوشحالۍ لپاره مونږ ټولو له به د يو والي٬محنت او قربانۍ جذبه خپلول وي۔ده دعا وكړه چې لويې څښتن دې پاكستان تل سلامت اوساتي او د د دښمن ناپاكه عزائم ناكامه كولو او د اتحاد٬قربانۍ او مينې د جذبې سره دې تل مونږه د مخ په وړاندې تللو توفيق راكړي۔

مزید خبریں