كوئټه 13 اګست (اے پي پي)د كوئټه سټلائيټ ټاؤن نجي تعليمي اداره كښې د پاكستان آزادۍ ورځ په موقع يو شانداره دستوره وشوه چې پكښې استاذانو٬زده كوونكو٬سماجي شخصيات او معزز وګړو په لويه شمېره ګډون وكړو۔د دستورې خاص مېلمه د مستونګ د سب كيمپس ډائرېكټرمحمد اقبال ترين ؤ چا چې د هېواد آزادۍ٬قربانو او قومي يوالي په موضوع وينا وكړه ۔محمد اقبال ترين په خپل خطاب كښې ووئيل پاكستان د …
پاكستان د لاكهونو شهيدانو د قربانو نتيجه ده٬ نننۍ ورځ مونږ ته د خپلو مشرانو د هلو ځلو٬اخلاص او اتحاد يادګېرنه كوي ۔محمد اقبال ترين

مزید خبریں
كوئټه 13 اګست (اے پي پي)د كوئټه سټلائيټ ټاؤن نجي تعليمي اداره كښې د پاكستان آزادۍ ورځ په موقع يو شانداره دستوره وشوه چې پكښې استاذانو٬زده كوونكو٬سماجي شخصيات او معزز وګړو په لويه شمېره ګډون وكړو۔د دستورې خاص مېلمه د مستونګ د سب كيمپس ډائرېكټرمحمد اقبال ترين ؤ چا چې د هېواد آزادۍ٬قربانو او قومي يوالي په موضوع وينا وكړه ۔محمد اقبال ترين په خپل خطاب كښې ووئيل پاكستان د لاكهونو شهيدانو د قربانو نتيجه ده٬ نننۍ ورځ مونږ ته د خپلو مشرانو د هلو ځلو٬اخلاص او اتحاد يادګېرنه كوي ۔ده په ځوانانو زور راوړو چې هغوي تعليم٬محنت او ديانت خپله وسله وګرځوي او هېواد د پرمختګ او خوشحالۍ په لار روان كړي۔ده ووئيل د پاكستان حفاظت او استحكام لپاره د هر وګړي كردار مهم دے او مونږ له به د فرقه واريت٬لسانيت او كركې ترك كولو سره د يو بيرغ لاندې يو موټې كېدل وي۔په دې موقع زده كوونكو ملي نغمې وړاندې كړې٬بيرغ يې هسك كړو او كيك يې پرې كړو۔د دستورې اختتام د پاكستان سلامتيا او خوشحالۍ لپاره د خاص دعا څخه وشو۔











