وزيراعلې په داخله محكمه كښې د پراونشل انټيلي جنس فيوژن اينډ تھريټ اسسمنټ سينټر (پفټيك) پرانسته وكړه

پېښور 12 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ علي امين خان ګنډا پور د داخله محكمې دوره كړې او د پراونشل انټيلي جنس فيوژن اينډ تھريټ اسسمنټ سينټر (پفټېك) پرانسته يې كړې ده ۔ د وزيراعليٰ هاٶس وياند له مخې په دې موقع وزيراعلي ته د اړوندو چارواكو لخوا خاص بريفنګ وركړے شو، چې پكښې ووئيل شول پراونشل انټيلي جنس فيوژن اينډ تھريټ اسسمنټ سنټر د 210 ملينه …

پېښور 12 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ علي امين خان ګنډا پور د داخله محكمې دوره كړې او د پراونشل انټيلي جنس فيوژن اينډ تھريټ اسسمنټ سينټر (پفټېك) پرانسته يې كړې ده ۔ د وزيراعليٰ هاٶس وياند له مخې په دې موقع وزيراعلي ته د اړوندو چارواكو لخوا خاص بريفنګ وركړے شو، چې پكښې ووئيل شول پراونشل انټيلي جنس فيوژن اينډ تھريټ اسسمنټ سنټر د 210 ملينه روپو په لګښت په دوو مياشتو كښې جوړ كړے شوے٬ خېبر پښتونخوا د پېفټېك قائمولو د هېواد وړومبنۍ صوبه ده٬ پېفټېك په وفاقي كچه جوړ نېفټېك سره تړلے دے، دا په هېواد كښې د ترهګرۍ هلو ځلو مخنيوي لپاره يو موثره سسټم دے۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول په ګرد هېواد كښې د انټيلي جنس شئيرنګ اينډ اسسمنټ ډيجيټل او اينټګريټډ نظام دے، د دې سسټم له مخې وفاقي حکومت او ټول صوبائي حكومتونه به مربوط كولې شي٬ د پفټېك د لارې به نورو صوبو او وفاق سره د تھريټ په اړه انټيليجنس او د ډيټا شيئرنګ يو ډول نظام جوړولې شي، په پفټېك كښې اېف آئي اے، نادرا، پي ټي اے، اينټلي جنس ادارو پشمول 14 بېلا بېلې ادارې د يو ډول نظام د لارې يو كړې شوې دي٬ د صوبې 36 ضلعې به د ډسټرکټ کوارډينيشن کميټيز پفټېك سره نېغ په نېغه تړلې شوې وي٬ د دې نظام د لارې به ګرد هېواد كښې رئيل ټائم اينټيلي جنس شئيرنګ ممکن شي٬ د دې نظام په مرسته به د ترهګرو د هلو ځلو په ضد يو ډول٬ موثره٬ په وخت او منظم كاروائۍ كولې شي٬ د دې جديد نظام د لارې به د انټيلي جنس ادارو د كار استعداد زياتولو له مرسته تر لاسه شي۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې علي امين ګنډاپور ووئيل په صوبائي كچه پېفټېك جوړېدل د ترهګرۍ موثره مخنيوي لپاره يو مهم اقدام دے٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ يوه قامي اېجنډا ده٬ په دې كښې حكومت٫ اولس او ادارې په يو پېج دي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ موثره مخنيوي لپاره يو ګڼ اړخيزه نظام ډېر ضروري دے٬ د ترهګرو د هلو ځلو په اړه په وخت انټيلي جنس او د دې مخنيوي لپاره به پېفټېك مهم كردار ولوبوي۔

مزید خبریں