کوئټه 12 اګست (اے پي پي) بشري حقونو لپاره د سېنېټ د قائمه کمېټۍ چيئرپرسن سينيټر ثمينه ممتاز زهري وئيلي دي معرکه حق په اصل كښې د حق او باطل ترمېنځه ھغه تاريخي معركه ده كومه چې په هر دور كښې هله ګټلې شوې كله چې د ايمان او قربانۍ جذبه غالب وه او پاك پوځ په ھغې كښې عمر له كاميابي ترلاسه كړې ده ٬ د هېواد په 78مې …
شهيدان زمونږ د آزادي، تحفظ او سباون ضمانت دے۔ سينيټر ثمينه ممتاز زهري

مزید خبریں
کوئټه 12 اګست (اے پي پي) بشري حقونو لپاره د سېنېټ د قائمه کمېټۍ چيئرپرسن سينيټر ثمينه ممتاز زهري وئيلي دي معرکه حق په اصل كښې د حق او باطل ترمېنځه ھغه تاريخي معركه ده كومه چې په هر دور كښې هله ګټلې شوې كله چې د ايمان او قربانۍ جذبه غالب وه او پاك پوځ په ھغې كښې عمر له كاميابي ترلاسه كړې ده ٬ د هېواد په 78مې آزادۍ ورځ په موقع ګران هېواد سره د مېنې، پاک پوځ او د شهدا عظيمو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره سينيټر ثمينه ممتاز زهري ووئيل په كوئټه او حب كښې په بېلا بېلو ځايونو كښې د پاكستان د شهيدانو عظيمو قربانيو ته پېرزوئنې وړآندې كولو له د مينې او وطن سره د جذبې ډك بېنرز لګولې شوي دي٬ په دې بېنرز خوږ هېواد سره د مينې٬ د پاك پوځ د خدمات او د پاكستان شهيدانو عظيمو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې دي۔











