د وزيراعلي علي امين ګنډا پور په مشرۍ كښې د صوبائي كابينې 36مه غونډه

پېښور 12 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډا پور په مشرۍ كښې د صوبائي كابينې 36مه غونډه شوې۔ د وزيراعليٰ هاٶس وياند له مخې ډيجيټل ګورننس پلو د صوبائي حكومت مهم اقدام٬ صوبائي حكومت د كابينې غونډې پيپر ليس كړې٬ دا د صوبائي كابينې وړومبنۍ پېپر لېس غونډه ده چې پكښې يو فائل يا كاغذ نه دې كارولې شوے٬ د پېپر ليس سسټم له مخې …

پېښور 12 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډا پور په مشرۍ كښې د صوبائي كابينې 36مه غونډه شوې۔ د وزيراعليٰ هاٶس وياند له مخې ډيجيټل ګورننس پلو د صوبائي حكومت مهم اقدام٬ صوبائي حكومت د كابينې غونډې پيپر ليس كړې٬ دا د صوبائي كابينې وړومبنۍ پېپر لېس غونډه ده چې پكښې يو فائل يا كاغذ نه دې كارولې شوے٬ د پېپر ليس سسټم له مخې د كابينې د غونډې ټوله اېجنډا په ډيش بورډ د کابينې غړو ته وركړې شوې وه٬ د کابينې د غونډې ټولې سمرۍ هم د ډيجيټل سسټم له مخې پراسس كړې شوي دي٬ د پېپر ليس په پېل كښې وزيراعليٰ غړو له مباركي وركړه٬ د كابينې غونډې په پېپر لېس جوړولو وزيراعلٰې اړوندو چارواكو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ په دې موقع خپله وېنا كښې وزيراعلي علي امين ګنډا پور ووئيل د پېپر لېس نظام څخه به نه يوازې د فائلونو بار ختم شي بلكې ډيجيټل ګورننس ته به هم وده ترلاسه شي، صوبائي حکومت د عمران خان وژن له مخې ډيجيټيل خېبر پښتونخوا جوړولو لپاره د يوې كوټلې لائحې له مخې اقدامات كوي۔

مزید خبریں