لاهور۔ 11 اګست (اےپي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ مور ساجده فاروق تارړ وئېلي دي 14 اګست يوازې يوه تاريخي ورځ نه بلكې د قربانيو ٬ ستړو كولو او د عزم و همت علامت ده۔ هغې ووئېل دا ورځ مونږ ته د خپلو اسلافو قربانۍ رايادوي چا چې د آزادۍ خوب په حقيقت بدلولو له د خپل ځان او مال او د كور قربانۍ وركړې۔ …
د آزادۍ ورځ يوازې يو تاريخي ورځ نه بلكه د قربانيو ٬ ستړو او د عزم و همت علامت ده٬ ساجده فاروق تارړ

مزید خبریں
لاهور۔ 11 اګست (اےپي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ مور ساجده فاروق تارړ وئېلي دي 14 اګست يوازې يوه تاريخي ورځ نه بلكې د قربانيو ٬ ستړو كولو او د عزم و همت علامت ده۔ هغې ووئېل دا ورځ مونږ ته د خپلو اسلافو قربانۍ رايادوي چا چې د آزادۍ خوب په حقيقت بدلولو له د خپل ځان او مال او د كور قربانۍ وركړې۔ اے پي پي سره خاص خبرو كښې هغې ووئېل د نن پاكستان د وفاقي او پنجاب حكومت په محنت او پاليسيو په سبب لا ښه والي پلو روان دے۔ د وفاقي حكومت د اړخه د معيشت بحالۍ ٬ د توان څانګه كښې اصلاحات او د تعليم او د روغتيا منصوبو ته خاص پام لرنه كولې شي ۔ هغې ووئېل د سرمايه كارو بارو بحالېږي او اولس ته ريليف وركولو لپاره په ګرانۍ قابو موندلو له عملي ګامونه اغستلے كېږي۔ ساجده فاروق تارړ د پنجاب حكومت د كاركردګۍ ذكر كولو سره ووئېل په صوبه كښې د فلاحي منصوبو ٬ روغتونونو د اپ ګرېډېشن ٬ د جديد تعليمي اسانيو وركړې او د مېرمنو با اختياره كولو لپاره پرواګرام په تندۍ سره روان دے۔ هغې ووئېل د كروندګرو لپاره سبسډي ٬ د سړكونو رغونې او پاكو اوبو منصوبو ته هم مريم نواز پام لرنه كوي ۔ د هغې وېنا وه د آزادۍ ورځ مونږ ته پېغام راكوي چې مونږ قامي يووالي او شرېكې مېنې ته وده وركړو ٬ دغسې چې پاكستان په نړۍ كښې يو قوي ٬ خوشحاله او ترقي يافته هېواد جوړ شي۔ هغې د هېواد شهيدانو او غازيانو ته په زړه پورې پېرزوئنې وړاندې كړې او دعا يې وكړه چې لوي څختن دې پاكستان عمر له قائم و دائم ولري او د هرې فتنې او سازش نه دې لرې اوساتي۔











