پیپلز پارټي عمر له د اقلیتونو د حقونو لپاره هلي ځلي كړي ۔ د بلوچستان اسمبلۍ ډپټي اسپیکره

کوئټه 11 اګست (اے پي پي) د پاکستان پیپلز پارټي د ميرمنو ونګ د بلوچستان صوبائی صدر او د بلوچستان اسمبلۍ ډپټي سپیکري غزاله ګوله د اقلیتونو قامي ورځ په اړه په خپل پيغام كښې ووئيل پیپلز پارټي عمر له د اقلیتونو د حقونو لپاره هلي ځلي كړې۔ پیپلز پارټي په اقتدار كښې راتللو سره د اقلیتونو لپاره قانونی سازی کړې ده ٬ د پیپلز پارټي په حکومت كښې دا …

کوئټه 11 اګست (اے پي پي) د پاکستان پیپلز پارټي د ميرمنو ونګ د بلوچستان صوبائی صدر او د بلوچستان اسمبلۍ ډپټي سپیکري غزاله ګوله د اقلیتونو قامي ورځ په اړه په خپل پيغام كښې ووئيل پیپلز پارټي عمر له د اقلیتونو د حقونو لپاره هلي ځلي كړې۔ پیپلز پارټي په اقتدار كښې راتللو سره د اقلیتونو لپاره قانونی سازی کړې ده ٬ د پیپلز پارټي په حکومت كښې دا مهال صدر مملکت آصف علي زرداري په خصوصی سپارښتنه د قامي اسمبلۍ او سېنېټ كښې د اقلیتی چوكو اضافه شوې ٬ د پیپلز پارټي په حکومت كښې په وړومبي ځل 11 اګست د اقلیتونو قامي ورځ ګرځولې شوې ۔ د بلوچستان اسمبلۍ ډپټي سپیکري غزاله ګوله ووئيل د پیپلز پارټي حکومت سېنېټ كښې د اقلیتونو لپاره 4 چوكۍ مخصوص کړې دي ٬ سركاري نوكرو كښې 5 فیصده كوټه د اقلیتونو لپاره بېله كړې شوې كومه چې يوه تاريخي پريكړه وه۔ډپټي سپیکري غزاله ګوله ووئيل دا كريډټ د پیپلز پارټي حكومت ته ترلاسه دے كوم چې د اقلیتونو مذهبی دستورو هر كال په سرکاری توګه د لمانځلو پريكړه كړې وه۔

مزید خبریں