بلوچستان، په ټوله صوبه كښې د آزادۍ ورځې تيارۍ بام ته رسيدلې، کوئټه ښار په قامي بیرغونو او څراغونو سنګار كړے شو

کوئټه 11 اګست (اے پي پي) په بلوچستان کښې د صوبائي سرښار کوئټې پشمول په ټوله صوبه كښې د آزادۍ ورځ په قومي جوش او ولوله سره لمانځلو لپاره تيارۍ بام ته رسيدلې دي ۔ تفصيلات له مخې په کوئټه او د بلوچستان په نورو ښارونو كښې د هېواد د آزادۍ ورځ په قومي جوش او ولوله سره لمانځلو لپاره تيارۍ بام ته رسيدلې دي ۔ د کوئټې ښار په …

کوئټه 11 اګست (اے پي پي) په بلوچستان کښې د صوبائي سرښار کوئټې پشمول په ټوله صوبه كښې د آزادۍ ورځ په قومي جوش او ولوله سره لمانځلو لپاره تيارۍ بام ته رسيدلې دي ۔ تفصيلات له مخې په کوئټه او د بلوچستان په نورو ښارونو كښې د هېواد د آزادۍ ورځ په قومي جوش او ولوله سره لمانځلو لپاره تيارۍ بام ته رسيدلې دي ۔ د کوئټې ښار په بېلا بېلو سړکونو لکه ائیرپورټ سړك ، زرغون سړك ، اسمګلي سړك ، عسکري پارك، اسمنګلي پل، سركاري ودانيو لکه د بلوچستان اسمبلۍ، د بلوچستان هائي كورټ ، د ګورنر او وزير اعلیٰ هاؤسز او د ډپټي کمشنر دفتر په قامي بیرغونو، څو رنګه برقي بلبونو او ښکلو څراغونو سنګار كړے شوي۔ د اګست په 14مه نيټه به د آزادۍ ورځ دستوري په سر ښار کوئټه، پشین، زیارت، ګوادر، تربت، کچ، خضدار، مستونګ، قلات، سبي، ژوب، لورالائي، موسی خیل، چمن، حب، نصیر آباد او نورو ښارونو کښې كولې شي۔حکومتي او ضلعي کچه د آزادۍ ورځ په ښه ډول لمانځلو لپاره تيارۍ بشپړي شوي دي۔

مزید خبریں