د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د اقلیتونو په قامي ورځ پیغام

پېښور 11 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د اقلیتونو قامي ورځ په موقع پاکستان كښې مېشته ټولو اقلیتونو له مبارکي وركولو سره د هېواد رغونه او پرمختګ كښې د هغوي کردار ستائېلې دے۔د اقلیتونو قامې ورځ په موقع د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی په خپل پیغام كښې ووئيل 2009 كښې صدر مملکت آصف علي زرداري د قائداعظم محمد علی جناح د11 اګست …

پېښور 11 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د اقلیتونو قامي ورځ په موقع پاکستان كښې مېشته ټولو اقلیتونو له مبارکي وركولو سره د هېواد رغونه او پرمختګ كښې د هغوي کردار ستائېلې دے۔د اقلیتونو قامې ورځ په موقع د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډی په خپل پیغام كښې ووئيل 2009 كښې صدر مملکت آصف علي زرداري د قائداعظم محمد علی جناح د11 اګست 1947 تاریخی وېنا رامخې ته كولو لپاره 11 اګست د اقلیتونو قامي ورځ وګرځوله ۔ قائداعظم په خپل خطاب كښې اقلیتونو له مذهبی آزادي او يو برابر حقونه وركولو له واضح هدایت كړے ۔ده ووئيل د اقلیتونو د حقونو تحفظ د ریاست او هر حکومت آئیني او اخلاقی ذمه واري ده،دغسې په وګړو هم لازم ده چې هېواد كښې د مېشته ټولو اقلیتونو احترام وكړي،ده د قائداعظم اسمبلۍ ته خطاب او ر د شهید ذوالفقار علی بھټو د آئین حواله وركولو سره ووئيل دا دواړه تاریخي دستاویزات اقلیتونه يو برابر وګړي مني۔پاکستان پیپلز پارټي تر اوسه د اقلیتونو د حقونو او د تحفظ په عزم قائم ده او سباؤن كښې به هم دا هلي ځلي رواني ساتي۔

مزید خبریں