بلوچستان كښې د مسنګ پرسنز په نامه د ریاست په ضد ډنډوره كيږي،حکومت صوبه كښې امن په ځائې ساتلو له لوظي دے ۔ د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی

کوئټه 10 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټی وئيلي چې بلوچستان كښې د مسنګ پرسنز په نامه د ریاست په ضد ډنډوره كيږي،حکومت صوبه كښې امن په ځائې ساتلو له لوظي دے، څوك چې هم د رياست سره خبره كول غواړي هغه دې وسله غورځولو سره راشي مونږ به غاړه وركړو،حکومت او ریاست چرې ههم د خبرو اترو دروازے نه دي بندي كړي۔د دې خيالاتو …

کوئټه 10 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټی وئيلي چې بلوچستان كښې د مسنګ پرسنز په نامه د ریاست په ضد ډنډوره كيږي،حکومت صوبه كښې امن په ځائې ساتلو له لوظي دے، څوك چې هم د رياست سره خبره كول غواړي هغه دې وسله غورځولو سره راشي مونږ به غاړه وركړو،حکومت او ریاست چرې ههم د خبرو اترو دروازے نه دي بندي كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ ضلع مټیاری بھټ شاہ سيمه كښې د شاہ عبداللطیف بھټائی عرس كښې كډون او په درګاہ د حاضرۍ نه پس ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔په دې موقع د سندھ د كلتور او سېلګرۍ صوبائی وزیر سید ذوالفقار علی شاہ، د بلوچستان صوبائی وزيران میر ظهور احمد بلیدی ، میر محمد صادق عمرانی هم موجود وو۔وزیراعلی میر سرفراز بګټی ووئيل آئین كښې دننه خبرو اترو لپاره هر يو ته به هركلے وشيلي شي خو دا د نه قبلولو وړ ده چې بے ګناه خواري كښ د بسونو څخه راكوځولو سره هغه قتل كړې شي۔ ده ووئيل پاکستان پیپلز ګوند عمر له د مظلوم اولس مرسته كړي او سباؤن كښې به ئې هم كوي،د بے ګناه وګړو قاتلان به هر صورت كښې انجام ته رسولې شي۔

مزید خبریں