اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د دوي په استوګنه كښې ليدلي او دوي ته ئې د خېرسګالۍ پېغام رسولے دے۔ د جمعې په ورځ د جاري خبر پاڼې له مخې په دې موقع د شريكې خوښې په چارو، خېبر پښتونخوا كښې د تجارت، سرمايه كارۍ او د برآمدات ودې په اقدامات تفصيلي خبرې …
ګورنر فيصل كريم كنډي د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د دوي په استوګنه كښې ليدلي او دوي ته ئې د خېرسګالۍ پېغام رسولے دے۔ د جمعې په ورځ د جاري خبر پاڼې له مخې په دې موقع د شريكې خوښې په چارو، خېبر پښتونخوا كښې د تجارت، سرمايه كارۍ او د برآمدات ودې په اقدامات تفصيلي خبرې وشوې۔ په دې موقع په برآمدات كښې اضافې لپاره د ټريډ ډويلپمنټ اتھارټي آف پاكستان، پاكستان هارټيكلچر ډويلپمنټ اينډ ايكسپورټ كمپنۍ، جېمز اينډ جيولري او د تماكو په څانګه كښې په كردار هم خبرې وشوې۔ وفاقي وزير امر وكړو چې د ټي ډي اے پي چارواكي دې د خېبر پښتونخوا ګورنر سره ملاقات وكړي او په پېښور كښې د جوړېدونكې ايكسپو سينټر په اړه لائحه او په جاري اقدامات دې تفصيلي بريفنګ وركړي۔











