په سوئېلي افغانستان كښې په هوائي بريدونو كښې د طالبانو د سينئر كمانډر پشمول 12 غړي مړه

كابل 23 جون (اے پی پی) په سوئېلي افغانستان كښې په فضائي بريدونو كښې د طالبانو د سينئر كمانډر پشمول 12 غړي مړه شوي٬ په بادغيس ولايت كښې د افغان نېشنل آرمي اهلكار ډزې كولو سره خپل څلور ملګري وژلي دي او افغان امنيتي ځواكونو په لوېديز هرات ولايت كښې د تېرو دريو مياشتو په مهال د 234 طالبانو وژلو ادعا كړې۔ د افغانستان مېډيا له مخې د دفاع وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي دي چې د هلمند په مرجا ولسوالۍ كښې د فضائي كاروائۍ په مهال د طالبانو د يو سينئر كمانډر پشمول 12 غړي مړه شوي۔د بيان له مخې په دې كاروائۍ كښې وسله او چاودېدونكي توكي هم تباه شوي۔ په بادغيس ولايت كښې د افغان نېشنل آرمي اهلكار ډزې كولو سره خپل څلور ملګري وژلي