سعودي عرب د انسانيت په مرسته كښې تر ټولو وړاندې دے۔ د ملګرو ملتونو اعتراف

ملګري ملتونه 23 جون (اے پی پی) ملګرو ملتونو سعودي عرب په نړۍ كښې د انسانيت خېرښېګړې لپاره مرسته وركونكې تر ټولو لوي هېواد ګرځولې۔ د عرب مېډيا له مخې د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر بان كی مون وياند سټيفن ډوجاريك د رېليف په هلو ځلو كښې په برخه اخستلو د سعودي عرب كردار ستائېلې۔ ده ووئيل چې سعودي عرب مرسته وركونكو هېوادونو كښې تل وړاندې پاتې شوې۔ له بلې خوا د يو اېن عمومي سېكتر وياند خاص مرستيال فرحان حق په يو بيان كښې وئيلي دي چې د سعودي عرب او ملګرو ملتونو ترمينځه د دوستۍ مراسم او مضبوط اړيكې موجود دي۔